The news is by your side.

مقاومت جبهه د ای ايس ای غيږ کې له احمد مسعود، محقق، دوستم او‌ عطا سره د‌ نديم ليدنه څه پيغام؟

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان هر وخت د افغان واکمنانو په وړاندې جهاد اعلانوي چې اوس تازه د تالبانو په وړاندې د جهاد تابيا نيول کيږي د ای ايس ای مفتي مشر جنرال نديم د مقاومت په نوم جبهې له مشرانو سره په ترکيه کې کتلي او د نوي جهاد د تابيا خبرې يې کړې دي.
فارسي اينډيپنډي په نوم رسنۍ خبر ورکړی چې جنرال نديم ډير ژر ځان ترکيې ته رسولی او هلته یې له خپلو پخوانيو ملیشو سره کتلي، په دې جزیاتو کې ويل شوي چې جنرال نديم له عطا نور، محقق او دوستم سره انقره کې کتلي او د‌ افغانستان پر وضعیت یې ورسره خبرې کړې. جزيات اوږده شوي او ويلي يې دي چې نديم بېل هېواد ته تللی چې هلته يې د محلي پخواني قوماندان زوی احمد مسعود سره هم ليدلي.‌
په دې اړه د سیاسي چارو شنونکي حسين ياسا وويل: که رښتيا دا لیدنه ترسره شوی وي دا يو مهم انکشاف دی خو دا په دې معنی نه ده چې د ای ايس مشر به دا کسان افغانستان ته وغواړي.
نديم ته تالبانو دنده ورکړې او که خپله لوبه کوي؟
پاکستان د افغانستان سره لوی سرحد لري چې په دې توګه يې تل په ګډوډیو کې د افغانستان بربادۍ ته لمن وهي ځکه نو شک کيږي چې دوی به په افغانستان کې د‌ يوې نوې جګړې پيل وکړي او بيا به دې جګړې ته چې قربانيان به يې افغانان وي د جهاد نوم ورکړي.
کله چې د‌ تير کال اګست مياشت کې تالبانو د جمهوریت حکومت وپر زاوه د پنجشېر د پخواني قوماندان زوی احمد مسعود د جبهې په نوم د مقاومت اعلان وکړ چې و يې ويل دا به يو لوی ګواښ شي د تالبانو لپاره.

Comments are closed.