The news is by your side.

تالبان؛ رسمي ترهګر د حکومتي رسميت په لټه

خبريال ويب پاڼه/ شپږ مياشتې کېږي چې د طالبانو د رييس الوزرا په ګډون د ډېرو نورو طالب مشرانو خولې پر ځينو فرمانونو او پرېکړو له دې امله تړلې او غوږونه يې څک دي چې ګوندې د نړۍ کوم هېواد پيدا شي چې د دغې ډلې حکومت په رسميت وپېژني، اما د رسميت پېژندلو خبر د دکن مسافر دی چې نه يې لوری مالوم دی، نه يې د را رسېدو زېري ته تمه کېږي.
طالبان حکومت په زور کوي او سياسي چارې په زاريو مخ ته بيايي. دوی فکر کوي د چا به زړه ورباندې وسوځي او بيا به يې په رسميت وپېژني، خو نړۍ په عواطفو نه، په ګټو چلېږي او تر اوسه د طالبانو ګټې له پاکستان او ځينو نورو لوفرو، جګړه‌مارو او خونخورو پرته له چا سره نه دې ګډې.
طالب حتا تر اوسه د ډلې له دايرې نه دی راوتلی، د دې پر ځای چې ځان حکومت وبولي، لا هم ډله او داړه پاتې ده او همدا لامل دی چې نه يې مسووليت ته اوږې ټيټېږي، نه ځان ورته د وطن واکدار ښکاري.
تر دې لا بده دا ده چې حتا ځينې مهم مشران يې پر خپل حکومت دا باور نه لري چې و دې پايي، دوی له همدې وېرې چې نن به يې کډه په شا وي، سبا به يې تخت اوښتی وي، کورنۍ او اولادونه له پاکستانه نه راباسي او تمه لري چې سبا به په سخته ورځ لنډ ور وتښتي.
طالبان فکر کوي د نړۍ هېوادونه حکومتونو ته په کتو هغوی په رسميت پېژني، خو داسې نه ده.
هر هېواد چې څوک په رسميت پېژني، نه يوازې د هغه هېواد حکومت ته ګوري،‌ بلکې د اړوند هېواد د ولس خولې ته هم ګوري او دا فکر هم ورسره وي چې په دې رسميت پېژندلو به سبا خپل ولس ته څه ځواب وايي.‌
که دا نن کوم هېواد راځي او د طالبانو حکومت په رسميت پېژني، سبا خپل ولس ته دا ځواب نه شي ويلای چې ولې يې يوه داسې ډله د حکومت په توګه په رسميت پېژندلې چې هغې حتا د بشر پر لومړنيو حقونو پښې ايښې، وړې نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي، له نيم ښځينه ولس څخه يې ټول حقونه اخيستي، تر ږيرو لاندې يې په رڼا ورځ سړي تښتول کېږي، د بيان پر ازادي يې قدغن لګولی، خبريالان نيسي او شکنجې ورکوي،‌ تر عفوه وروسته هم وژنې کوي، زندانونه يې له هيڅ ګناه پرته د تېر نظام له کارکوونکيو ډک کړي، د يوه جوړ حکومت روانه حکومتولي يې پارچاوه کړې، بانکي نظام يې له سقوط سره مخ کړی دی، ادارې يې فلجې کړې، نه قانون لري، نه د راتلونکي لپاره کوم پلان. نه مسووليت مني، نه نور پرېږدي چې د دېرش ميليونه برمته شوي ولس غم وخوري.
دوی حتا د دوی تر ټولو خواخوږي او لوی ملاتړي پاکستان هم په رسميت و نه پېژندل. په دغه هېواد، ايران او چين کې يې څو تنه د ډيپلوماټانو او سفيرانو په توګه وګمارل، خو يوه هېواد هم دا جرات و نه کړای شوای چې په رسميت يې و پېژني.
د رسميت تر لاسه کولو بل اړخ دا دی چې په کور دننه بايد اول رسميت واخيستل شي، خو طالبانو حتا تر اوسه د خپلو وګړو ملاتړ تر لاسه نه کړای شوای.
ولس له يوې مخې په تېښته دی، کډوالو نړۍ پر سر اخيستې، افغان انسان د نړۍ پر لوېشت لوېشت خاوره بېل بېل رټل شوی، سپک شوی او ټکول شوی دی، نيم يې اوبو وړي، نيم يې دښتو خوړلي، پر نيمو ډزې شوې وژل شوي، نور يې زندانو ته تللي، اما په دې هر څه سربېره بيا هم په وطن کې پاتې وګړي، له وطنه لکه له زندانه په تېښته دي.
که طالب ايله دومره توانېدلی وای چې ولس ته يې دومره ثابته کړې وای چې له غاړې يې د پاکستان د غلامۍ طوق ايستلی، ولسي مشروعيت تر لاسه کولو ته به ډېر لنډ وای.
پاکستان حتا که د چا خواخوږی هم وي، مخ يې نجس او هګۍ يې مردارې دي، د طالبانو له دومره فرمانبرداري‌ او د پاکستان د ګټو په څوکيداري سربېره هم حتا نه غواړي طالب په خپلو خلکو کې محبوبيت ومومي.
تر سقوط دستي وروسته چې لا طالبانو حکومت اعلان کړی هم نه و، پر کابل د پاکستان د هغه وخت د استخباراتو د رييس فيض حميد راکښته کېدل، تر هغه وروسته په خورا بې‌شرمي پر دولتي ادارو د پاکستاني سفير منصور احمد (تور مکناټن) ګرځېدا او راپور اخيستلو او په دې وروستيو کې کابل ته د پاکستان د امنيت شورا د مشر معيد يوسف راتګ، له بېلابېلو ادارو ليدنه او حتا د اترا په څېر د حساسې ادارې له مشر سره، د داسې استخباراتي کس، دغسې ناسته، د طالب پر شمله هغه تور داغونه دي چې تر کلونو وروسته به هم ولس د شک په سترګه ورته ګوري.
پاکستان ته د طالب وزيرانو په شپو شپو تګ او حتا د ټيټې کچې پاکستانيانو خولې ته کښېناستو، د پاکستان په ګټه څرګندونو او هلته د دوی د کورونو، جايدادونو او کاروبارونو شتون د پاکستان د غلامۍ نور طوقونه دي چې طالب يې له غاړې نه شي ايستای او ولس سترګې نه شي ورباندې پټولای.
له دولتي ادارو د افغان کادرونو شړل او پر ځای يې پاکستانيان ځای پر ځای کول او چې پوښتنه ترې وکړې چې دا ولې، ځواب يې دا وی چې پر افغان کادرونو هومره باور نه لري څومره چې يې پر پاکستانيانو لري، له يوه داسې ولس سره چې ووړ او زوړ يې له پاکستانه کرکه او ورټ لري، پر طالبانو د پاکستان د غلامي ښکاره ثبتونه دي چې طالب ته د ولسي‌مشروعيت لاره لا سختوي.
د طالب مشرانو له خوا له افغانستانه د پيسو وړل او پاکستان ته رسول، پاکستان ته د نظامي موټرو، وسلو او جنګي تجهيزاتو قاچاق او هلته د غله په نرخ، د غنيمت په نامه په ليلام پلورل، پاکستانيانو ته له وېزو پرته افغانستان ته په خلاصو پښو د راتګ اجازې ورکول، په ټولو پرېکړو او څرګندونو کې د افغانستان تر ګټو د پاکستان ګټو ته لومړيتوب او خونديتوب ورکول او بلا ډېر نور هغه ټکي دي چې طالب ته مشروعيت ورکول خو بلا پسې، د ولس لاس به اخير د طالب تر ګرېوانه ورسوي.
بربنډ فساد، سړي تښتونې، د تېر نظام د سرتېرو او کارکوونکيو پر کورونو د شپې ورختل، د ښځو په مخ کې د هغوی وهل، ټکول، توهين، تحقير او وژل، د طالب عسکرو بې‌بندوباري، له بيت المال، ادارو، موټرو او حکومتي وسايلو سره بې‌باکي، لوږه، د خلکو تېښته او ډېر نور يو په بل پسې پولادي مېخونه دي چې طالب يې پر خپل تابوت وهي او ځان د بربادۍ لور ته ور څښوي.
دا ټول هغه ټکي دي چې طالب د حکومت پر ځای، د يوې خونکارې ډلې، ورانوونکي بانډ، برمته کوونکې داړې او ترهګرې شبکې په توګه معرفي کوي او ترهګر څوک په رسميت نه پېژني.
سيد شاه

Comments are closed.