د کرزي او عبدالله تالبانو ته لیک، او د تالبانو ځواب
خبریال ویب پاڼه/ کرزي او عبدالله په خپل ليک کې تالبانو ته څه لیکلي؟ د يو شمېر سیاسونو ستنیدل او بيرته هېواد ته راتګ حامد کرزي او عبدالله تالبانو ته په لیک کې د پخواني حکومت د چارواکو او نورو سياستوالو د شتنديلو په هکله ويلي چې تالبانو تايد کړې او ويلي يې دي چې پر دې لیک باندې کتنه او غور کوي.
دا تالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپلو خبرو کې د لیک استولو پخلی کړی او ويلي يې دي چې دا به وسجنول شي که چيرې خیر پکښې وو له خیره عملي به شي.
تراوسه پوري داسې څه نشته چې مهم سیاستوال دي د تالبانو په دوره کې هېواد ته راغلي وي.
کله چې د اګسټ په ۱۵ نېټه باندې تالبانو دولت په واک کې کړ يوازي عبدالله عبدالله او حامد کرزی په کابل کې پاتي شول پاتي نور ټول چارواکي له افغانستان وخت له مخکې وتلي وو.
تالبانو ان اشرف غني ته هم وويل چې هېواد ته راشي او خپل عادي ژوند وکړي.
حامد کرزي وويل چې ده او عبدالله په ګډه د تالبانو حکومت ته د يوې وړې بين الافغاني غونډې د جوړلو ويلي ترڅو بحث وشي او له وطنه بهر سياسونو ته پکښې هېواد ته د را ستنيدلو بلنه ورکړل شي.
دوه ورځې وړاندې د اشرف غني ځانګړی استازی عبدالسلام رحيمي کابل ته راغلی او د تالبانو مشرانو له لورې يې تود هرکلی وشو که څه هم تالبانو د رحمي راتګ يو ډول انځور کړ خو په اصل کې د تالب سرچینو په حواله هغه د جوړجاړي لپاره کابل ته راغلی وو، ترڅو تالبان د ترکيې جوړيدونکي غونډې ته چمتو کړي.
تالب سرچینو وويل چې د روانې میاشتې له ۲۶ څخه تر اته ويشت نېټې پوري په استانبول کې د سياسونو او هېوادونو ترمنځ ښایي غونډه جوړه شي چې پکښې د تالبانو قانع کولو هڅه هم شوې او رحيمي په همدې موخه کابل ته راغلی
Comments are closed.