The news is by your side.

ملا حسن اخوند، متقي، برادر او حنفي د م،م په تور لیست کې دي

خبريال ويب پاڼه/ د سیګار د د تازه راپور پر اساس پر افغانستان هغه څوک واکمن دي چې نومونه يې اوس هم ملګري ملتونو سره په تور لیست کې شامل دي.
دغې ادارې ويلي چې د تالبانو کابینه کې اوس هم هغه د ۹۰ کلونو زړې څېرې شاملي دي.
راپور وايي تر اوسه هيڅ يوه هېواد د تالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او تر اوسه ټولې سفارت خانې د درې رنګ ملي بيرغ تر سايې لاندې خپلې چارې پر مخ وړي.
سيګار دولس هېوادونه ياد کړل چې اوس مهال يې په افغانستان کې خپل سفارتونه د تالبانو واکمنۍ کې پرانستلي دي، سیګار ويلي ايران، قزاقستان، چین، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو او ازبکستان خپل سفارتونه د تالبانو حکومت کې خلاص کړي دي.
تالبانو څو ځله نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې هېوادونه باید خپل سفارتونه په کابل کې خلاص کړي او دوی يې د امینت تضمين او ډاډ ورکوي.
که د نړۍ تعامل خلاص شي نو ویره داده چې بیا به تالبان ونه شي کړای چې له نړۍ سره ښه تماس ولري او په ازاده توګه له هېوادونو سره تک راتګ وکړي که څه هم د تالبانو دا چارواکي په تور ليست کې دي خو بياهم اميرخان متقي او ملا برادر اخوند د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي ځکه نو ویلای شو دا ښکاره خبره ده چې نړۍ له تالبانو سره تعامل کې روانه ده.
تالبانو په خپلو لومړنيو شرطونو کې تل دا خبر مطرح کړې چې باید د مشرانو نومونه یې له تور ليست څخه حذف شي او تعامل ورسره وشي.

Comments are closed.