The news is by your side.

داوړ: يو شمیر تالبان د پاکستان خاوره او نقشه د ځان يوه حصه ګڼي

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون مبارز محسن داوړ په خپله تازه مرکه کې پر تالبانو او عمران خان نیوکې کړې او د تالبانو په لاس يې د کابل نيول يو لوی خطر بللی.
هغه وويل د تالبانو په رسميت منل او منل وروسته خبره ده ولې د تالبانو موجوديت او د افغانستان نیول د تالبانو په لاس خطر لري او څو ځله نړۍ خبرداری هم ورکړی.
محسن داوړ وويل چې عمران به د تالبانو په ملاتړ کې اخیر پوی شي اوس لاهم يو شمېر تالبانو داسې نقشه جوړه کړې چې د پاکستان نقشه یې هم د ا سلا مي ا ما رت برخه ګڼلې.
د ده په وینا عمران خان چې په کومه خوله باندې نورو هېوادونو ته وايي چې تالبان په رسميت وپيژني ولې په همدې خوله باندې يې پخپله نه پيژني.
نوموړي وويل څه چې په دې ځمکه کې روان دي عمران يا خبر نه دی او يا يې هم سترګې پټې کړې او غوږونه يې کاڼه اچولي.
داوړ وويل په دې توګه ګوتګتيا رامنځته شوې چې ايا عمران خان خو به پاکستان تالبانو ته نه حواله کوي، پاکستان چې تالبان پر افغانستان واکمن شوی نو هغه څه چې د دوی هدف وو نه يې دي ترلاسه کړي.
پاکستان د غفلت په خوب ویده دی خو په یاد ولرئ چې دا اور به په مزه مزه راځي او د ټولو کورونه به بوځي.
محسن داوړ وویل چې تالبان سیمه ییز خطر دي او هغه لا لوی خطر شول چې کابل يې وينوی.
هغه پر عمران خان توندې نيوکې وکړې خو زياته يې کړه تالبان په دې عقيده دي چې د پاکستان خاوره هم د دوی مربوط او اسلامي حکومت به پکښې جوړوي، د ده په وینا چې پاکستان هغه څه چې هدف يې وو نه دي ترلاسه کړي.
پاکستان شل کاله د دې هدف لپاره چې افغانستان به خپله پنځمه صوبه کړي د تالبانو جګړه ييز ملاتړ وکړ ولې شل کاله وروسته چې تالبان بريالي شول نو هیڅ څه يې ترلاسه نکړل

Comments are closed.

koi finance