ملا يعقوب ملي دريځ غوره کړ: پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تيرولو اجازه نه ورکوو
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د دفاع وزير يو ځل پر يو ملي مسله ملي دريځ غوره کړ او په ډاګه يې کړه چې د پاکستان ترتسلط او فشار لاندې نه دی.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې وويل که څه هم تیر حکومت پر ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار لګولو اجازه ورکړي وه خو موږ نه اجازه ورکړې او نه به يې هم ور کړو.
ملا يعقوب مجاهد د نورو موضوعاتو په برخه کې هم ملي دريځ خپل کړی او د ډیورنډ لاین پر سر هم خپل دریځ ملي ساتي.
ملا يعقوب وروسته له هغه د پاکستان ضد دريځ نيسي چې موده مخکې پاکستان خبر ورکړی چې پر ډيورنډ فرضي کرښه يې د اغزن تار لګولو پروژه ۹۴ سلنه بشپړه کړې او د پاتې نورې پروژې کار به هم په ښه توګه بشپړ کړي دوی ګواښ وکړ چې هرڅنګه کيږي دوی به د اغزن تار پروژه بشپړوي ځکه په دې برخه کې يې قربانۍ او شهيدان ورکړي.
په دې تړاوو د پاکستان دولت اعلان وکړ چې له تالبانو سره د خبرو له لارې د اغزن تار پروژې د جنجال حل کوي ولې پر سرحد باندې تالب ځواکونو خپل دریځ په ډاګه کړ او زیاته يې کړه چې دوی به د اغزن تار يوې لويشتي ته اجازه ورنکړي چې پاکستان يې ولګوي.
په دې وروستيو کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف کابل ته راغلی او دلته يې له مهمو تالب چارواکو سره ولیدل او اصلي محور د سفر يې هم داوو چې دی به له تالبانو سره پر ډيورنډ لاين د راپورته شوي جنجال په هکله وږغيږي څو داسې مالوميږي چې د پاکستان په وړاندې د تالبانو دريځ تغير نه دی خوړلی او لا به هم د دې پروژې عملي کولو ته هيڅ اجازه ورنکړي
Comments are closed.