The news is by your side.

د بايډن د بودجې اعلان عادلانه دی، امريکا د خپلې پريکړې ننګه وکړه

خبريال ويب پاڼه/ وروسته له هغه چې د‌ بايډن‌ له لوري د‌ افغانستان د کنګل بودجې په هکله پرېکړه وشوه چې امريکا یانو ته به ورکول کيږي پر مهال يې نړيوال او کورني غبرګونونه را وپارول خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بايډن د غيري انساني پريکړې ننګه کړې او ځان يې پر حق ګنلی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس وويل چې د سپټمبر د ۱۱ پيښې قربانیان د تالبانو خلاف دعوه لري او دا موضوع به فډرال محکمې ته ليږدول کیږي.
د پرايس په خبره چې د پيسو د‌ لیږد دا طرحه لانه ده بشپړه شوې او داسې طرحه باندې کار کيږي چې دا پيسې به افغانستان ليږدول کيږي ولې د‌ تالبانو او داسې نورو ډلو چې بنديزونه پرې لګيدلي بايد‌ لاس ته ونه لويږي.
تالبانو د‌ بايډن له لوري د افغانستان د‌کنګل زيرمه شويو پيسو د نيمي کولو په هکله غبرګون وښود او دا يې سمه پريکړه و نه بلله.
دا پريکړه په نړيواله او سيمه ييزه کچه وغندل شوه ولې يوازې پاکستان وو، چې د امریکا د دې پريکړې ملاتړ يې وکړ او ویې ویل چې تر نن ډوډۍ نيمه ډوډۍ هم ښه ده.
چین وويل چې د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد د نړۍ په کچه له تر ټولو بېوزله هېواد څخه غلا کوي.
پر ټولنیزو رسنیو باندې هم د بايډن د غيري انساني پريکړې په هکله عامو افغانانو هغه ته د غله‌ او ظالم خطاب وکړ او و يې غوښتل چې بايد امريکا بيرته خپله پریکړه وا خلي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له تازه توجيح او غبرګون څخه داسې ښکاري چې امریکا به حتمي دا پيسې امریکایانو ته ورکوي.
آمریکا چې د نړۍ په کچه ځان د بشر حقونو مدافع ګني له افغانانو څخه دا پيسې پر داسې مهال بيلوي چې هر افغان د لوږې سره مخ او د راپورونو له مخې که دا بحران همداسې ادامه پيدا کړي نو زیات کسان همدا لوږه ووژني

Comments are closed.