The news is by your side.

مار غار ته سيخېږي؛ ط البانو د ام ارت پر تابوت وروستی مېخ هم وواهه

خبريال ويب پاڼه/ زه اوس هم وايم او لا هم په دې باور يم چې تر را روان اګسټ پورې نه طالب په همدې شکل پاتې کېږي، نه به پر کابل د ام ارت په نامه کوم رژيم حاکم وي.
د شرمنده مړي اودس پر پتارۍ ماتېږي، تالبانو شل کاله د اور پر لمبو، پر خپلو اوږو د ملا عمر اخوند د ميراث امارت جسد ولېږداوه، خو د کابل پر څراغو چې يې سترګې وبرېښېدې، امارت او د لسګونه زره مړو تالبانو ارواوې يې تر پښو لاندې شوې، دين دين لاړ، ام ارت ام ارت لاړ، په بدل کې يې يوه يوه حکومتي څوکۍ ور ورسېده چې پرې د کښېناستو چل هم نه ورځي او تر بله کاله به له هغې هم خلاص وي.
تر خدای وروسته نړۍ او بيا ولس زورور دي، خو طالب د واک په نشه کې لومړی هېر کړ، له دويم سره يې بدي اعلان کړه او د درېيم پر ستوني يې پښه کېښوده، خو اوس چې مار د غارې خولې ته ځان سيخېږي، خدای او ولس ورڅخه مرور دي او نړۍ ورباندې داسې شرطونه ايښي چې په پوره کولو يې د تالب پټکی پرېږده چې پرتوګاښ يې تښتي.
تالب په تېرو شلو کالو کې خپلو جګړه‌مارو ته داسې درواغ ويلي چې اوس يې خپله په سمولو حيران دی، هلته د نړۍ فشارونه دي او دلته يې څوکۍ له ګوتو په وتو ده.

د نجونو له زده‌کړو نيولې، د هغوی پر مظاهرو تر بنديزونو، لاسونو او پښو غوځولو، سياسي ډلو ته د فعاليت تر اجازې ورکولو هاخوا يې شل کاله يوازې همدا خبره کړې چې قانون يې قران دی، خو مجبور دی چې اوس وضعي اساسي قانون جوړ کړي، ښځو ته ازادي ورکړي او سياسي ډلې کار ته پرېږدي، دا به خامخا کوي،‌ خو حيران دی چې خپلو جګړه‌مارو ته څه ووايي.
نړيوال هوښيار خلک دي، پوهېږي چې د تالب کومه ګوته خوږ ده او لا ډېر درد کوي، هماغه نيسي، بيا که دا سړي مقاومت کوي، له درېده به چغېږي، که غاړه کېږدي، لمن يې پر سر اوړي.
درې‌نيم مليارډه کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک له لارې ورکړل شوه، يوه موخه يې دا وه چې د افغانستان بانکي سيسټم له پښو و نه غورځي او په دې سربېره يې په بدل کې ورباندې نيولې شوې څلور ښځينه فعالانې خوشې کړې او سم‌دستي يې ورباندې د هېواد ټول تعليمي بنسټونه پرانيستل چې نجونې به هم ورځي، خو کيسه يوازې پر همدې ځای نه پاتې کېږي، تالب به په لنډو ورځو کې نه يوازې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ښځې په دولتي‌ادارو کې مقرروي، بلکې د ښځو او سياسي ډلو هر ډول لاريونونو ته به اجازه ورکوي چې څنګه يې زړه غواړي هماغسې غږ پورته کړي.
تالب درست عمر يوازې همدا خبره کړې ده چې دين يې قانون دی، خو تاسې به يې د سر په سترګو وينئ چې څه موده وروسته به همدا طالب د ملګرو ملتونو تر څار لاندې داسې اساسي قانون جوړوي چې حتا واک به له تالب څخه بل ځواک ته په سوله‌ييزه توګه لېږدوي.
زور چې بر شي، په انسان خارق العاده کارونه کوي، که ژوند باقي و دا به هم ژر ووينئ چې تالب به خپلو هغو کسانو ته سزاوې ورکوي چې د چا شخصي حريم ته ننوتي وي، يا يې ورڅخه د شخصي چارو په اړه پوښتنې ګروېږنې کړې وي او يا يې بل داسې کار کړی وي‌چې د چا پر شخصي حريم تېری بلل کېږي.
تالب اوس د حجرو سړی نه دی پاتې، پوهېږي چې په تورليسټ کې پاتې کېدل او په رسميت نه پېژندل يې څومره په تاوان دي، په ياد مو اوسه چې په پنځه مياشتې دننه کې به تالب لويه جرګه راغواړي، د امارت له نامه به تېرېږي او حتا يوه موقت حکومت ته به غاړه ږدي. په غالب ګمان چې تالب به شکرونه باسي، که د دغه نظام نوم د افغانستان اسلامي دولت وي.
دا نو هغه وخت دی چې تالب به په خپلو لاسو د ام ارت پر جسد د تل لپاره خاورې اړوي او د ټاکنو له لارې د يوې رايې تر لاسه کولو په موخه به د ورڅخه مرور ولس پښو ته ټيټېږي.
ښايي نړۍ د دې هر څه په بدل کې د افغانستان نوی موقت حکومت د جوړېدو په ورځ په رسميت وپېژني او د افغانستان کنګل شوې ټوله شتمني، بېرته دغه حکومت ته حواله کړي.
په تور ليسټ کې د تالب مشرانو شتون بل غم دی چې تالب ته ور په غاړه دی، خو د همدې موقت حکومت په جوړېدو، ښايي له توره نوملړه د تالبانو ايستل پيل شي.
هوښياران وايي، دنيا په امېد خوړه کېږي، دا هر څه ښايي ډېرو ته ناممکن ښکاره شي او حتا پر ځينو بد ولګېږي چې ولې به داسې کېږي، خو څوک چې پر کابل د تالبانو د ورختو په راز پوهېږي، هغوی پوهېږي چې څه به کېږي.

Comments are closed.