The news is by your side.

افغان پيلوټانو له ملا يعقوب مجاهد څخه مننه وکړه او د خدمت ژمنه يې ورکړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د دفاع وزير يوازنی شخص دی چې د عام ولس د خوښې وړ خبرې کوي او پرمهمو ملي مسايلو ژمنو او ولس خوښی پاتي کيږي، هغه په خپلو تازه څرګندونو کې وويل ټول پخواني نظامي کادرونه چې مسلکي وي ورته په نوي حکومت کې د خدمت زمينه برابروي، هغه ټولو هغه محصلينو ته چې بهر کې نظامي زده کړې کوي ورته هېواد ته د راتلو بلنه ورکړه.
له همدې امله د هوايي ځواک یو شمېر پيلوټانو د دفاع سرپرست وزیر له هڅو او مهربانۍ څخه مننه وکړه چې له دوی سره يې ترسره کوي.
افغان پيلوټانو د ملا يعقوب مجاهد د څرګندونو هرکلی کړی او هیواد ته د خدمت لپاره يې ژمنه کړې.
موده مخکې د ملا یعقوب مجاهد په هڅو پنځه تنه پخواني پيلوټان هېواد ته ستانه او د تالبانو له حکومت سره يې د دندې هوکړه وکړه هغوی د دفاع وزارت په تشکيل کې د مجاهد غوندي کسانو د شتون څخه خوښي وښوده او د خدمت د دوام خبر يې ورکړ.
د تالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد يعقوب په خپلو مخکنيو څرګندونو کې وويل چې پخواني نظاميان د هېواد سرمايه ده او دوی ټول باید خپل هیواد ته راشي هغه وويل چې د تالبانو حکومت به د پخوانيو نظامیانو ډير عزت او احترام وکړي کوم چې تير به نه وي کړی هغه بهر ته پر تللو کسانو ږغ وکړ چې هلته ستاسي عزت نشته او خپل هېواد ته راشئ.
د تالبانو د دې لوړ پوړي چارواکي له خبرو سره د يو شمېر کسانو هيلې پيدا شوې ولې په يو شمېر ولایتونو کې اوس هم د پخوانيو نظامیانو وهل ټکول او وژل دوام لري تالب مشرتابه ته دا په کار دي چې د شخصي عقدو پالونکي له خپلو ليکو وباسي او پر ځای يې سم کسان په دندو وګماري.

Comments are closed.