The news is by your side.

عبدالله د تالبانو په وړاندې قدم پورته کړ، معترضو ښځو ته: څوک مو حق نشي خوړلی

خبریال ویب پاڼه/ د ښځو سر عبدالله عبدالله ډيري ليدنې اوس معمول ګرځېدلی هغه ايله د معترضو ښځو سره دادی په ام ارت کې هم وکتل او ډاډ يې ورکړ چې هېڅوک په تاسې کار نلري.
عبدالله د يوه ټويټ په وسيله ويلي چې د ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو ورسره ليدلي او د ښځو سياسي او اجتماعي حقوقو د لاس رسي په برخه کې يې ورسره خبرې کړې دي.
د ده په وینا د دې ليدنې په ترڅ کې ټينګار وشو چې بايد د دې کې ميرمنو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.
عبدالله او ښځې
عبدالله عبدالله د خپلې رسمي دندې پر مهال هم ډيری وخت له ښځو سره ليدنې کتنې کولې او د هغوی ستونزې به يې اوريدلې.
کله چې د اګسټ پر پنځلسمه باندې جمهوریت د تالبانو په لاس و پرزول شو ټول دولتي مسولين له افغانستان څخه وتښتيدل خو عبدالله او ملګری يې حامد کرزی په افغانستان کې پاتي شول او له هغه راوروسته دا پخواني چارواکي کله کله ليدنې او خبرې کنفرانسونه ترسره کوي، دا لومړی ځل دی عبدالله عبدالله د تالبانو په وړاندې قدم پورته کوي.
د تالبانو له واکمنۍ راوروسته د ښځو اعتراض
يو شمېر مېرمنې وايي تالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي او ميرمنې يې له زده کړو او دندو محرومې کړې هغوی څو ځله د کابل په لارو کوڅو کې د تالبانو پر ضد لاريونونه هم وکړل چې له هغه راوروسته تالبانو د ښځو يو شمیر فعالیني ونیولې او زنداني یې کړې چې پر مهال سخت نړيوال غبرګونونه را وپاريدل دا خبره به هره ورځ بشري نهادونو او ملګری ملتونو تکراروله چې اخير يې تالبان د دې ښځو په خوشي کولو باندې مجبور کړل.
تالبانو دا حق ځان ته ورکړ چې بايد دوی خپل معترصين وځپي او زندانونو ته يې واچوي.

Comments are closed.

koi finance