The news is by your side.

تالبانو حيدري وژغورئ هغه ۳۲ ساعته کيږي څاه کې بند پاتي دی

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان سهيل زابل کې د تيري ورځي را په دې خوا د کلات ښار په يو ليري پرته سيمه جلدک د خوشک په نوم کلي کي شاوخوا پنځه کلن ماشوم چې نوم یې حيدر، يا حيدري دی لويدلی او هلته بند پاتي دی که څه هم د ژغورنې ډله د يوه ساختماني شرکت کسان هلته کارکوي خو له ۳۲ ساعتونو وروسته لاهم دا ماشوم بند پاتي دی تر اوسه په دولتي کچه هيڅ ګام نه دی پورته شوی ولې د زابل والي بسم الله عبدالله هلته سیمه کې دی د کاري شرکت څښتن عبدالقاهر ثاقب وويل چې دوی پوره هڅه وکړه او د ژورې څاه له زياتې کيندنې وروسته يو لويه ډبره مخکې ورته راغلې چې د دوی وسايل یې نه شي ماتولای.
په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو چې په تناب د موبايل په وسیله له حيدري څخه شوې هغه په يو ويريدونکې حالت کې دی او پلار ته وایي چې را شوه شه، هغه موبایل ته لاس هم ور وړي ولې تراوسه د هغه د ژغورنې عملیات نه دي بریالي شوي.
تازه له سیمې څخه مالومات دادي چې د ډبرې ماتولو لپاره د جي قيمر په نوم ماشين رسیدونکی دی او هیلې شته چې دا ډبره ماته او حيدري وژغوري.
ولايتي مسولين تراوسه په دې اړه څه نه وايي خو عام خلک وايي چې ولايتي مسولين په خپله ټوله هڅه کې دي.

Comments are closed.