د حيدر ژغورنه: د تالبانو دوه ځوان رهبران غواړي له ولس سره ځان ستړی کړي
خبریال ویب پاڼه/ انس حقاني او ملا محمد يعقوب مجاهد نن مازيګر زابل ته ورسیدل او هلته يې د هغه عملیاتو مشري پر غاړه واخسته چې هغوی حيدر ژغوری.
انس حقاني او ملا محمد يعقوب په سیمه چې د کاريګرو ټيم او ورسره مل پني ټيم ته دنده ورکړه چې د ژغورنې عملیات چټک کړي.
دوی لاهم هلته سیمه کې دي او غواړي چې د ماشوم حيدر د ژغورنې عملیات له نژدې وګوري.
د تالبانو د کابينې د روغتیا او نظامي برخې څو مسولین هم زابل او بیا د پيښې ځای ته رسيدلي، ويل کيږي چې د تالبانو د دفاع وزير هم زابل تللی.
خو مهمه داده چې د حيدر ژوند وژغورل شي تازه مالومات دادي چې د غرمې له ۱۲ بجو وروسته حيدر بيا خبرې نه دی کړې خو د کامرې په وسيله انځورونه او وضعيت ښيي چې حيدر لا ژوندی دی.
سیمه ييزې او باوري سرچينې وايي چې حيدر ته د څاه کيندلو کار نژدې شوی او شاوخوا يو متر به پاتي وي چې حيدر وژغورل شي.
په ورته وخت کې بیا يوه بله سرچينه وايي چې د خلکو او حيدر تر منځ واټن درې متره دی،
که چيري د تالبانو حکومت پر وخت اقدام کړی وای نو شونې وه چې هرڅه اسانه شوی وای.
يو شمېر سرچينو خبر ورکړی چې د کورنیو، دفاع او روغیتا وزارت وزيران زابل ته تللي.
وضعيت او کار
د خبريال ويبپاڼې تازه موندنې دادي چې هلته اوس يوازي بشري ځواک لګیا دی او کوم ماشينونه چې هلته وړل شوی نور کیندنه نشي کولای او خلک په بیل او کولنګ باندې لګيا دي چې کار وکړي.
د حيدر وضعيت هغه وخت خراب شو چې کله دی په بوجۍ کې کښېناست او هغه د کرينګ په وسيله کش کړل شوه.
روغیتا پالان وایي چې حيدر خبرې نشي کولی او خوراک هم نکوي خو د اکسیجن لپاره يې هلته ماشين وړی
Comments are closed.