The news is by your side.

چوپتیا او حالت ښيي، چې حيدر له واکمنانو او ټولو خفه وخوځېد

خبريال ويب پاڼه/ لومړي راپورونه وايي چې څه باندې لس بجې په داسې حال کې چې لوړ پوړي تالب چارواکي هم هلته وو، د حيدر د ژغورنې عملیات پای ته ورسیدل.
يوشمېر سرچېنې وايي چې حيدر ژوند له لاسه ورکړی خو بل پلو ته روغتيا پالانو چې هلته موجود دي د هغه د مرګ او ژوند خبر نه دی تايد کړی، هغوی ويلي چې د روغتيا ټيم او حيدر په امبولانس کې دي او له خپل کلی کلات ښار ته په لاره دي تر څو يې دلته راوړي.
وروسته له هغه چې تيره ورځ د حيدر ژغورنه د تناب په وسيله کېدله او رسۍ پرې شوې وه نو له هغه وروسته د حيدر وضعيت خراب خوراک څښاک او بیا يې خبرې ونشوې کولای.
وروسته له څلورو ورځو سخت ژوند څخه ښايي د حيدر ماشوم جنازه وشي.
تيره ورځ د ماشوم حيدر د ژغورنې لپاره له کابل څخه د تالبانو د دفاع وزیر او نورو لوړ پوړو تالب چارواکو سفر وکړ ولې کومه ګټه يې ونکړه تالبانو په خپل ټول حکومت يو ماشوم له څاه څخه و نه ايست نو دا به د هېواد څه کيږي.
ملا يعقوب يوازي دې لپاره چې هلته کښېني بل څه ونکړل یوازي عامو خلکو په خپلو امکاناتو باندې څاه و ايسته او ايله څلورمه ورځ يې ماشوم مړ را وايست.
تراوسه پورې په رسمي ډول د روغتيا برخې مسؤلینو نه ده تاييد کړې چې ماشوم حيدر مړ شوی دی، ولې له چوپتيا داسې جوته شوه چې حيدر مو له لاسه ورکړ.
د شرافت وياړ په نوم زابل کې د تالبانو يو چارواکی وايي حيدر ايستل شوی ولې د ژوند او روغتيا په هکله يې څه نشي ويلی.
اوس سوال دادی چې ولې حکومت دومره کمزوری شي چې د يوه ماشوم د ژغورنې جوګه نه وي او دعوې‌ د ټول هېواد د ژغورنې کوي؟

Comments are closed.

koi finance