رحمت الله اندړ: امیر خان متقي فیض حميد ټاکلی
خبريال ويب پاڼه/ د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا وياند رحمت الله اندړ په خپلو تازه څرګندونو کې پر تالبانو سختې نیوکې کړې او ويلي يې دي چې تالبانو هيڅ تغير نه دی کړی.
اندړ وویل کله چې تالبانو لاهم افغانستان نه وو نيولی نو قطر کې د تالبانو د کابینې نوملړ جوړ شوچې هغه کې اميرخان متقي د حج اوقافو وزير او د بهرنيو چارو وزارت لپاره عباس ستانکزی د سرپرست په توګه ټاکل شوی وو، خو کله چې بيا د برادر او حقانيانو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه د قدرت پر سر اصلي لامل يې همدا وو، او وروسته بيا فيض حميد چې د ای ایس ای مشر دی افغانستان ته راغلی جوړه يې ور وکړه او متقي يې د بهرنيو چارو وزير کړ.
د اندړ په وينا تالبان اوس هم القاعدې سره پراخې اړيکې لري او تالب په افغانستان کې د ټولو تروريستي ډلو نيټ ورک دی چې موخې او کارونه یې سره يو دي.
د ده په وينا تالبان تراوسه له پاکستان څخه مالوم تعريف نلري او ملت ته یې نه ده روښانه کړې ولې پاکستان له دوی څخه مالوم تعريف لري چې د نورو هیوادونو په څېر یې تراوسه په رسميت نه دي پیژندلی.
د اندړ په خبره تالبان يوه ډله ده حکومت او واک يې انحصار کړی نه يې ټاکنې کړې او نه يې کوم بل څه ولې چې دوی داخلي مشروعيت ترلاسه نکړي نو هيڅ کله رسميت نشي ترلاسه کولای.
د تالبانو له واکمنۍ ۶ مياشتي واوښتې خو تراوسه پوري هيڅ يوه هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي، تالبانو په کور دننه کې تر اوسه پورې د خپل داخلي مشروعيت هڅه هم نه ده کړې دا ډله څه غواړي يو شمېر پخواني سياسون د اوسني بهران پای ته رسېدو لپاره د لویي جرګې د جوړيدو غوښتنه کوي.
Comments are closed.