The news is by your side.

کرزی او عبدالله ان د ولایتي سفرونو اجازه هم نلري

خبريال ويب پاڼه/ تر دې وړاندې هم يو شمېر سرچينو د‌ ملي مصالحې د پخواني مشر عبدالله عبدالله او مخکني ولسمشر حامد کرزي په اړه چې اوس هم افغانستان کې دي راپورونه خپاره شول او دوی يې داسې وښودل چې په خپلو کورونو کې نظر بند دي ولې د دوی سرچینو دا چاره نه تايد کړې او نه هم رد کړې.
د‌ تير کال د اګست له ۱۵ نېټې را وروسته عبدالله او کرزی يوازي په خپلو کورونو کې اوسيږي، او تر اوسه پوري دا دوه د تیر حکومت لوړ پوړي چارواکي دباندې نه دي وتلي.
يو شمېر سرچینې وايي چې دا دواړه مقامونه د حقاني شبکې تر مستقیم څار لاندې دي دي او هيڅوک هم په اساني سره نه شي کولای چې ورسره ملاقات وکړي.
سرچېنې زیاته کړه چې يوازي هغه ودانۍ چې کرزی او عبدالله پکښې اوسيږي د دوی د کسانو واک دي نور يې ټول امنيتي ساحه د تالبانو تر جدي کنټرول لاندې ده.
تراوسه پوري کرزي او عبدالله د تالبانو د دې فشار په هکله هېڅ هم نه دی ویلي ولې دومره شوي چې حامد کرزي په خپل خبرې کنفرانس کې وویل دی تمه وه چې جرمني ته ولاړ شي ولې سفر يې لغوه شو خو د سفر د لغوه کېدلو جزيات يې ورنکړل.
پر همدې مهال د عبدالله عبدالله د سفر په هکله چې هند ته يې درلودی هم تالبانو اجازه نه ده ورکړې.
ويل کيږي عبدالله عبدالله غوښتل هند ته سفر وکړي او هلته له خپلې کورنۍ سره وګوري ولې تالبانو ورته ويلي وو، چې بايد دی سفر ونه‌ کړي او خپله کورنۍ را وغواړي.
د سرچينو په حواله کرزي او عبدالله ته نژدې کسانو دا نه رد‌کرې او نه يې هم منلې ده چې له دوی سره داسې چلند روان دی.
تالبان کوښښ کوي چې د تیر حکومت چارواکي افغانستان ته‌ را وغواړي او دلته يې نظر بند په خپل کنټرول کې وساتي دا دويم ځل دی چې د عبدالله او کرزي د نظر بند کیدو خبرونه ورکول کېږي

Comments are closed.