The news is by your side.

تالبانو د هرڅه خلاف کندهاري خبريالان د خلکو د ږغ له پورته کولو منعه کړي

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې تالب جنګياليو په کندهار کې د تلاشي پر مهال په ښاري ريکشه کې دريو ښځو ته مرګ ژوبله واړوله خلکو په اعتراض لاس پوري کړ وختي چې کندهاري خبريالانو غوښتل د دې خلکو اعتراض او ستونزې ته انعکاس ورکړي تالب ټوپکوالو يې مخه نيولې او آن هغوی يې د راپور جوړولو پر مهال توقيف او وهلي دي.
د تالبانو ژمنتيا او د دوی ژمنې کوم لورته ولاړې هغوی چې پر نړيوال سټېج باندې د مدنيت او بيان ازادي ته د ژمنتیا نارې وهي ولې يې د دوی د جنايت او کړيو ظلمونو په وړاندې چې د مظلوم ږغ پورته کړي ناره نه اوري.‌
کندهار کې يو تن سيمه ييز خبريال چې لوړ انځور يې د اعتراض په شکل سره پر خپله فېسبوک پاڼه ايښی لیکلي وو، تالبان بهرني خبريالانو سره همکاري کوي او څه چې يې زړه غواړي هغه سي کولای شي ولې موږ ته د يوه مظلوم انسان چې ښځې يې شهيدانې شوې د ږغ پورته کولو اجازه نه راکوي.
هغه په خپله ليکنه کې په ډاګه کړه چې موږ سانسور نه بلکې بلکل منعه شوي يو او همدارنګه رنګه يې وويل لوی خدای ج او پيغمبر ص د جنایت خلاف وو، بیا ولې موږ د یوه مظلوم سره د مرستې څخه منعه کوي موږ د ولس څخه بغير د هيچا پر طرف نه يو.
د پرونۍ پيښې په اړه د قرباني د کورنۍ يوه غړي وويل د اکا ښځه مې شهیده او وريندار مې سخته زخمي ده زموږ سره ولې داسې ظلمونه موږ انصاف غواړو او خپل قاتل غواړو.
تالبانو يوازي د پيښي پخلی کړی او ويلي يې دي چې د پيښې عاملين نيول شوي دي

Comments are closed.