The news is by your side.

تالبان وایي خپل صفوف يې تصفيه کړل تاسې داسې بدلون وينئ؟

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو څو میاشتې وړاندې د خپلو صفونو د تصفیې لپاره يو کميسون چې مشري يې لطف الله حکیمي کوله رامنځ ته کړ او زیات شمېر کسان یې له دندو لیرې کړل خو تراوسه عامه بدلون د دې ډلې په حرکتونو کې نه دی راغلی ولې دوی دعوا لري چې د صفونو څخه يې زیات شمېر کسان لیري کړي دي.
لطف الله حکیمي نن خبریالانو ته اعلان وکړ چې د دوی دنده نور پای ته رسیدلې ده او د صفوفو د تصفيې کمېسيون کار پای ته رسیدلی.
نوموړي وويل چې د خپل چار په موده کې يې د خلکو څخه درې زره شکایتونه ثبت کړي دي.
د مالوماتو له مخې چې په دې موده د يادو شکايتونو پر اساس ۴۳۵۰ نامطلوب کسان په ګوته او د دوی له لیکو ايستل شوي دي پر دې شکایتونه پوره څېړنې هم ترسره شوې دي.
ښاغلي حکیمي وویل چې په دغه موده کې څه باندې ۳زره شکایتونه ثبت کړي دي.
حکيمي وويل له دې وروسته به د تصفيې چارې د تالبانو د امنيتي چارو کميسيون ته سپارل کېږي.
تاسې څه واياست آيا په رښتيا هم د تالبانو چال چلند چې بدلون راغلی له يو شمېر ولایتونو راپورونه دادي چې تالبان پخواني نظاميان په نښه او په عذابوي او همدارنګه د خپلو امرينو له امرونو سرغړونه کوي.
که څه هم د دوی د اصلاح لپاره دا کميسون رامنځته شو ولې تراوسه پورې هيڅ مثبت بدلون کې خلک خوشحاله کړي نه ترسترګو کېږي.
تالبانو په زيات شمېر ولایتونو کې پر اعتراضونو بنديز لګولی او که هرڅنګه وي خپل مخالفين يې ځپلي دي.

Comments are closed.

koi finance