The news is by your side.

م،م د تښتیدلي غني نوم د ولسمشرانو له نوملړ څخه لیري کړ

خبريال ويب پاڼه/ د اشرف غني له تيښتي تر شپږ مياشتې اوړي هغه په داسې حال کې وتښتید چې نه يې استعفا ورکړه او نه يې هم خپل ځای ناستی پرېښود چې په دې ترتیب په افغانستان جمهوريت خپل شل کلن مزل پای ته ورساوه.
اوس تازه پريکړه شوې او ملګروملتونو په خپل نوي دريځ له افغانستانه د تښتیدلي ولسمشر غني نوم د نړۍ د ولسمشرانو له نوملړ څخه حذف کړ.
د غني ترڅنګ د هغه د میرمنې رولا غني نوم هم د افغانستان د لومړۍ ميرمنې له ځايه ليري شوی.
که څه هم د‌ افغانستان ولسمشر رئيس جمهور نشته ولې ښکاري چې د هغه ځای ته جمهور رئیس ليکل شوی يعني داسې مالوميږي چې ملګري ملتونه اوس افغانستان پر جمهوريت پيژني.
داسې ښکاري چې د ملګروملتونو له لوري تازه اقدامات شوي او حتمن يوه څه بدليدونکي دي، ځکه دې ادارې د دې ترڅنګ چې د تښتيدلي غني نوم يې حذف کړی بلکې نوم محمد حنيف اتمر هم د بهرنيو چارو د وزير په حيث نه پيژ ځکه چې د بهرنیو چارو وزیرانو له نوملړه د هغه نوم هم پاک کړی.
په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د دايمي استازولۍ د څوکي پر سر له ناندریو وروسته محمد حنيف اتمر چې ځان يې د افغانستان د بهر نيو چارو وزیر باله ملګرو ملتونو ته يې ليک استولی چې د سرپرست نصير احمد فایق پر ځای يې ولي نعيمي د ټاکلو غوښتنه وکړه، خو فایق وويل چې له هغه راوروسته هم دی پر خپله دنده پاتي ده خو پوښتنه دا ده چې څنګه امکان لري د يوه هېواد ولسمشر نه منل کيږي خو جمهوريت يې بيا منل کيږي.
تراوسه پوري د غني نژدې کسانو په دې هکله څه نه دي ويلي خو داسې مالوميږي چې ډیر ژر به هغوی هم غبرګون وښشي

Comments are closed.