The news is by your side.

تالبان‌: پيل شويو عملياتو کې يې زياتې وسلې نيولې/ دا وسلې د چا دي؟

خبریال ویب پاڼه/ د کابل امنیه قومندانۍ وايي پيل شوي عمليات چې کور په کور تلاشي ده خورا موثر تمام شوي او د دوی ځواکونو زياتې وسلې مهمات او ان ډرون کامرې هم نیولې دي.
خالد زدراڼ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند ويلي چې په تيرو ورځو کې يې په زياته کچه سپکې او درنې وسلې له کورونو څخه نیولې.
په ورته وخت کې يو شمېر سرچینې هم وايي چې په کورونو کې د تلاشي په پایله کې سلګونه ميله وسلې او پوځي تجهيزات د تالبانو لاس ته ورغلي دي.
داسې ويل کيږي چې هيڅ يو کور هم بې وسلې نه دی پاتي شوی او کله چې هر کور ته تالبان تللي نو حتمي یې وسله را ايستلې ده.
د تالبانو له لوري څلور ورځې وړاندې د کابل په ګډون کاپيسا پروان او پنجشير ولايتونو کې د کور په کور تلاشي عمليات پيل شول چې لاهم دوام لري.
په يوه نا تاييد شوي راپور کې ويل شوي چې د کابل اوسيدونکي او د دې ولايت د خلکو استازي ملاتره خيل په کور کې د تلاشي پر مهال سپکې او درنې وسلې، زغروال ګاډي او پوځي وسايط نيول شوي دي.
تالبان د هوا په ګرمېدو سره د شمالي ولايتونو د امنيت خرابوالي ته اندېښنه لري او دا عمليات يې هم د یوه امنیتي چمتوالي پلان دی ترڅو وکړای شي په دې ولایتونو کې خپل حاکميت کنټرول کړي.
د تالبانو له لوري د کور په کور تلاشي يو شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لرل او تازه برتانيا له تالبانو غوښتي چې دا عمليات ودروي.
دا وسلې د چا دي؟
کله چې جمهوريت وپرزول شو له هغه راوروسته د امريکايي وسلو قاچاق په افغانستان کې عادي خبره شوه ان د افغان پاشل شوي پوځ وسلې تر ګاونډيو هېوادونو هم ورسېدې په دې مرحله کې د مقاومت لپاره زياتو کسانو ښايي وسلې پټې کړې او پيرلې هم وي

Comments are closed.