The news is by your side.

ټي ټي پي يو زبردست ګذار کې زيات پاکستاني عسکر غزوليټ

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا کې يو ځل بيا د ټي ټي پي جنګياليو له لوري د پاکستان ځواکونو پوسته په نښه شوې چې ورته يې د هلاکت کندې کېندلې دي.
پېښه بیا هم شمالي وزيرستان ډيورنډ کرښې ته نږدې غلام خان تحصيل ديوګر سدګي سيمه رامنځته شوې ده.
پاکستانۍ امنیتي سرچینې وايي چې بريد پرې ډيورنډ کرښېښ غاړې افغانستان څخه پرې شوی او کله چې جګړه خلاصه شوې نو وسلوال بيرته افغانستان ته تللي.
په شمالي وزیرستان کې پاکستاني عسکر له ډاره سر هم نشي پورته کولی ځکه چې اوس دا سیمه خطرناکه شوې ده.
پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه چې پاکستان پرې کرار کرار خپله‌ قبضه‌ له لاسه ورکوي د عسکرو حالت يې هم ورځ تر بلې خرابيږي، هغوی دې حالت ته د ټينګې نه دي ځکه خو د راپورونو او موندنو په اساس يو شمېر عسکر چې پښتانه وي ټي ټي پي ته تسلیم کيږي، ا
يو شمېر له خپلو دندو تښتیه کوي او څوک چې پاتيږي وژل کيږي خبريال ويبپاڼي په خپل يو راپور کې ويلي چې لسونه پښتانه پاکستاني ملېشه، د پوځ او پوليسو عسکر ټي ټي ته تسليم کيږي.
د ټي ټي پي او پاکستان د سولې خبري
تراوسه پوري پاکستان په پوره قيمت ولاړ دی چې له ټي ټي پي سره روغه جوړه وکړي خو د دې ډلې ډبل غوښتنې او يا هم زوروره جګړه پاکستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ کړی چې کومه برخه انتخاب کوي بس هلاک به وي.
اوس تازه بيا هڅه پيل شوې چې د وزيرستان څو مشران تړ ډيورنډ کرښې اوښتې او له وزيرستان څخه خوست ته تللي ترڅو هلته د ا،ا، په واسطه د منځګړيتوب په حيث له ټي ټي پي سره خبرې وکړي او د سولې کومه لار پيدا کړي.
د پاکستان له مخې توب څخه داسې ښکاري چې دا خبرې او هر څه به ناکام کيږي او د ډيورنډ کرښې ته څېرمه هرڅه به پاکستان له لاسه ورکوي تراوسه پوري د ټي ټي پي او بي ايل اي له لوري بريدونه شوي خو بايد نور هم زيات شي

Comments are closed.