The news is by your side.

تازه روسي ځواکونو د اکراين مهم ښار نيولی

خبريال ویب پاڼه/ تر اتمې ورځې پوري د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ لاهم شدیده جګړه‌ روانه ده.
د خيرسون ښار ښاروال تائید کړه چې روسي ځواکونو د دې ښار کنترول په لاس کې اخیستی.
د دې ښار ښاروال ويلي چې روسي ځواکونه د ښاروالۍ ودانۍ ته ننتولي او پر خلکو يې ګرځبنديز لګولی.
د اتمې ورځې پر مهال بياهم‌ په ټول اکراين کې سخت جنګي حالت دی د ښار په ټولو واټونو کې د مړو جسدونه ، او وحشت تر سترګو کيږي ټول کورونه خالي او کوم کسان چې پاتي دي دي په وحشت کې دي چې څه به ورسره وشي.
تراوسه پورې د راپورونو پر اساس دا دريم ښارګوټی دی چې روسي ځواکونه یې نيسي.
له دې سره ترخوا ويل کيږي چې د اکراين پلازمينه کيف کې هم جګړه سخته شوې او د درنو چاودنو ږغونه اورېدل کيږي.
د دې جګړې کره مرګ ژوبله نه ده په ډاګه شوې خو نن روسیې اعلان وکړ چې په تيرو اتو ورځو کې يې ۴۹۸ سرتيري له لاسه ورکړي.
پر همدې مهال دا جګړه دننه په ښارونو کې روانه ده نو داسې ګومان کېږي چې اوکرایني ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې وي او همدارنګه هلته ملکي کسانو ته هم اندیښنې موجودې دي.
که څه هم داسې فکر کيدی چې روسان به کمزوری اکراين ژر ونيسي خو داسې ونه شول روسيې خپل ټول توان وکاراوه خو بيا یې هم ونشو کولای چې ژر تر ژره د‌ اوکراين جګړه پذ خپل زړه تمامه کړي.
له همدې امله له لنډې چوپتیا وروسته امريکا جمه اروپایي هېوادونو له اکراين سره د پوځي تجهيزاتو مرستو اعلان وکړ خو داسې ښکاري چې نور به اوکرايني ځواکونه لکه لومړی ځل داسې مقاومت ونکړي ځکه ښايي ژر د نړيوالو مرستې ورته ونه رسیږي.

Comments are closed.