The news is by your side.

م،م غونډه: کومو هېوادونو‌‌ د روسیې پر ضد او ملاتړ رايه کارولې افغانستان کوم دريځ کې دی؟

خبريال ویب پاڼه/ د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې‌ ډيرو نړيوالو هېوادونو رايه کارولې او روسيې ته يې د ځان د کنټرول خبر ورکړی.
په دې غونډه کې ۱۹۳ هېوادونو استازو رايه کارولې چې پاکستان هند، چين د ۳۵ نورو هېوادونو په ګډون له رای ورکولو ډډه کړې خو شام، شمالي کوریا، بيلاروس او ارټيريا بيا د روسیې په ملاتړ ، خو د افغانستان په ګډون ۱۴۱ هېوادونو د روسیې پر ضد رايه ورکړه او غوښتنه يې وکړه چې روسیه بايد ژر تر ژره خپل پوځيان له اکراين څخه وباسي.
د‌ افغانستان دريځ
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق په خپلو څرګندونو کې ويلي چې دوی د افغانستان د خلکو په استازيتوب د روسیې له لوري د اکراين د بريد غندنه کوي او دا د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو څخه سرغړونه بولي.
فايق زياته کړه د جګړې پر ځای د دوی وړانديز د خبرو اترو له لارې د هرڅه خلاصون دی.
پاکستان څه وايي؟
پاکستان بياهم دوه مخې توب وښود او داسې رايه يې ورکړه چې شاو مخ يې نه دی مالوم نه يې د رد او نه يې دا مسله تايد کړې.
د امريکا دريځ
د امریکا استازي په خپلو خبرو کې د روسیې پر دولت د ظلم کولو تور پوري کړ او زياته يې کړه چې د جګړې لپاره یې اکراين ته درنې وسلې وړې دي.
هغه وويل چې امريکا يوازي د جګړې دريدل غواړي او بس
دا اتمه ورځ اوړي چې روسان د اکراين جګړه کې ښکیل شوې، تراوسه پورې روسيې خپل ۴۹۸ سرتيري په دې جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
تقريباً د ټولې نړۍ همدا غوښتنه ده چې باید روسیه خپل پوځ ژر ترژره خپل پوځیان له اکراين څخه وباسي.

Comments are closed.

koi finance