روسيې د دریمې نړيوالې جګړې خبرداری ورکړ چې يوازي په اټومي وسلو به ترسره شي
خبريال ویب پاڼه/ د اوکراين له جګړې څخه داسې احتمال شته چې يو ناڅاپه نړيواله جګړه رامنځته نه شي ټول همدې خطر ته شېبې شماري.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف له خبریالانو سره د خپل هېواد له لوري د برید په هکله انلاين خبرې کولې او د دريمې نړيوالې جګړې د پيل او خطرونو په هکله وغږېد او زياته يې کړه چې دريمه نړیواله جګړه به اټومي جګړه وي.
لاوروف وویل دا ښکاره خبره ده چې دا نړيواله جګړه به اټومي وي او اروپايي هېوادونو مشران يې تورن کړل چې د دې جګړې د پيل لپاره زمینه سازي کوي.
ده وويل هيچا ته به اجازه ورنکړي چې د دوی توازن خراب کړي او د اټومي جګړې پيل يوازي د لويديځ والو په ذهنونو کې دی.
د روسیې له لوري د اوکراین پر ضد جګړه او غبرګونونه
روسيې اته ورځې وړاندې د اوکراین هېواد پر ضد جګړه پیل کړه چې لاهم روانه ده، د اکراين ولسمشر ویلادمیر زلنسکي په خپلو تازه خبرو کې وويل موږ نه غواړو چې د روسيې عسکرو جسدونه زموږ کوڅو کې پاتي شي.
هغه وويل له تیرو اتو ورځو را په دې خوا د روسیې ۹۰۰۰ عسکر وژل شوي دي او د دوی وژنه لاهم دوام لري.
تازه خبروايي چې روسي ځواکونو د اکراين يو مهم ښار نيولی او په پلازمېنه کیف کې يې هم خپل بريدونه چټک کړي دي.
نن د افغانستان په ګډون ۱۴۱ هېوادونو د روسيې پر ضد رايه ورکړه او د دې هېواد د پوځیانو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه يې وکړه.
يو شمېر خبرې سرچېنې دا هم وایي چې پوتین د ټول اوکراین د ژر نيولو امر کړی خو هلته اکراینې ځواکونه خورا ټینګ مقاومت کوي.
روسیې زيات زور وواهه چې د کيف ښار ژر ونيسي خو تراوسه يې يوازې دا ښار محاصره کړی دی او نور څه نه دي شوي
Comments are closed.