The news is by your side.

د‌ روسيې پر ضد د افغانستان د راي پر سر ناندرۍ

خبريال ویب پاڼه/ تیره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون ۱۴۱ هېوادونو د روسيې د محکوميت رايه ورکړه.
د افغانستان د پخواني حکومت استازي نصیر احمد فايق وويل چې دوی د افغانستان د خلکو په استازيتوب پر اکراين د روسیې له لوري د بريد غندنه کوي او غواړي چې د محکوميت ړايه ورکړي.
په ورته وخت کې بېا په روسيه کې د افغانستان پخوانی سفير سيد طيب جواد د ملګروملتونو په سرمشریزه کې د روسيې پر ضد د افغانستان رايه کارول ښه کار نه دی بللی او دا یې د افغانستان په زیان پريکړه بللې.
هغه ويلي چې دا پريکړه حيرانوونکې ده‌ او بل له هیچا سره په دې اړه مشوره نه ده شوې.
د فايق دا پريکړه د يو شمېر نورو ډیپلوماټانو له لوري هم غندل شوې او ويلي يې دي چې دې پریکړې د افغانستان بې طرفۍ ته زیان رسولی شي.
د افغانستان ګاونډيان پاکستان او چین او همدارنګه هند هغه هېوادونه شول چې د روسیې او اوکراین په هکله بې طرفه پاتي شول او رايه يې ور نه کړه.
په دې غونډه کې ۱۹۳ هېوادونو راي ګيري وکړه چې څلورو د روسيې په ملاتړ، ۳۵ هېوادونو بې طرفه او همدارنګه ۱۴۱ هېوادونو بيا د روسیې د محکوميت رایه وکاروله او غوښتنه وشوله چې روسيه دي ژر تر ژره خپل ټول سرتېري له اکراين څخه وباسي.
روسیې نهه ورځې وړاندې پر اوکراین بريدونه وکړل هلته يې ملکي اوکراينيانو ته درانه تلفات واړول او تراوسه جګړه روانه وه، خو اوس مهال تازه راپورونه دادي چې د اکراين او روسيې ترمنځ په موقت دول اوربند شوی او د اوس مهال لپاره جګړه درېدلې ده.
تراوسه ويل کيږي چې روسي ځواکونو له اوکراین څخه دوه تر درې چې يو يې پکښې مهم ښار دی نیولي دي

Comments are closed.