The news is by your side.

بلينکن له روسيې سره د جګړې چمتوالی اعلان کړ

خبريال ويب پاڼه/ امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ناټو له روسیې سره نه غواړي چې جګړه وکړي خو له دوی سره جګړې ته چمتوالی لري.
امريکا تر دې وړاندې هم ويلي وو، چې له روسيې سره به د اوکراین جګړه خپله روسيې ته ډيري بدې پايلې ولري.
بلينکن وويل چې ناټو له روشيې سره جګړه نه غواړي خو زیاته يې کړه چې د اړتيا په وخت کې جګړې ته پوره چمتووالی لري.
بلينکن وويل چې ناټو یو دفاعي ایتلاف دی او له هیچا سره د جګړې کولو تکل نلري ولې که چیري په دوی پسې جګړه راشي نو بیا د ناټو د لويشت لويشت ځمکې دفاع کولو ته چمتو دي.
دریمه نړيواله جګړه
د روسيې د بهرنيو چارو وزير تیره ورځ د دریمې نړيوالې جګړې‌ د پيل خبر ورکړ خو هغه وويل دا جګړه به ځکه خطرناکه وي چې اټومي جګړه به وي د هغه له څرګندونو وروسته دادی انتونیو بلینکن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دوی له روسيې سره جګړې کولو ته تیار دې.

Comments are closed.