د پاکستاني ورستو غنمو افشاکوونکی تالبانو له دندې لرې کړ
خبريال ویب پاڼه/ خيال ولي د سيلو رييس تالبانو له دندې ګوښه کړ ځکه پاکستاني غنمو ته يې خراب ويلي وو
د مرکزي سيلو رييس انجنير خيال ولي په خپلو خبرو کې وويل د پاکستان مرسته شوي غنم وراسته خراب او خزندې يې کړې هغه وويل چې د پاکستان مرسته شوي غنم خراب او د استفادې وړ نه دي ولې د هند مرسته شوي غنم سم او د خوراک لپاره د استفادې وړ دي.
تالبانو د دې خبرو په مقابل کې د مرکزي سيلو رييس له دندې ګوښه کړ او پرځای یې ښايي داسې کس ګمارلی وي چې پاکستان ته ژمن وي
کله چې پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سره د۵۰ زره ټنو غنمو مرسته کوي نو د تالبانو له لورې د پاکستان د دې مرستې هرکلی په خورا ویاړ سره وشو.
تالبانو له پاکستان څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره يې د غنمو مرسته وکړه.
ولې کله چې اوس خلکو ته دا پاکستاني غنم توزیع شوي هغوی د تالبانو د دې ملګري هېواد د غنمو څخه پوزې ته راغلي او غوښتنه کوي چې تالبان باید نور دا غنم ونه ويشي.
خلک وايي چې د پاکستان مرسته شوي غنم وراسته خراب او خزندې يې کړې چې بغير له ډيران غورځولو يې بل ځای نشي ښودلی.
تراوسه تالبانو او یاهم مسولینو په دې هکله څه نه دي ویلي ولې پر ټولنیزو رسنيو باندې دا بحث خورا ګرم دی
خلک ټول همدا انتقاد کوي چې تالبان ولې لاهم د پاکستان فشار لاندې دي دي هغوی غواړي چې تالبان له پاکستان سره هم د نورو هېوادونو چلند وکړي که څه هم د تالبانو يو شمېر چارواکي د پاکستان تر زيات فشار لاندې نه دي خو يو شمېر يې بيا ان د پاکستان د اجازې بغير څخه تشناب ته هم نه ځي چې تر څو يې له دوی څخه اجازه نه وي اخيستې
Comments are closed.