The news is by your side.

پاکستان بيا د نړيوالي مالي ادارې په خړ لیست پاتي شو

خبريال ویب پاڼه/ د ترهه ګرو د مالي وسایلو او غیري قانوني مالي چارو
د مخنيوي نړيوالې ادارې پاکستان بيرته د خپلو ناقانونه کړنو له امله بیرته په همدې لیست کې پرېښودې.
دې ادارې ويلي چې پاکستان ته له کلنه چې دې لیست ته زيات شوی او دا ۲۰۱۸ کال وو، ۲۷ موراد وو چې تراوسه يې نه دي پوره کړي.
دې ادارې خبر ورکړی چې پاکستان له دې ۲۷ مواردو څخه يې ۲۶ عملي کړي وو، خو چې يو يې عملي نکړ دوی یې همدا اقدام په وړاندې کوي.
په دې لیست کې چې څوک راشي نو بیا شونې نه ده چې آسانه ترې ووزي په دې لیست کې نور اسلامي هېوادونه هم شامل دي سږکال غرب امارات دې لیست ته نوي زیات شول او زمبابوې بيا له دې لیست څخه ځان وايسته.
پاکستان او اقتصادي بهران
پاکستان هغه هېواد دی چې دا مهال د حکومت بيړۍ يوازي په نړیوالو قرضونو جوړوي دا هېواد اوس يوازي د دې لپاره په کور دننه کار کوي چې خپل اعتبار زيات او له مهمو نړيوالو مالي ادارو قرضونه واخلي.
د عمراخان په راتګ سره په پاکستان کې مالي بهران اوج ته ورسيد او د دې هېواد خلګ يې پر خپل راتلونکي باندې شکمن کړل.
نړيوال خړ مالي ليست کې د دې هېواد شتون د ترهه ګرو د مالياتي سرچينو په معنی ده
او دې ادارې ويلي چې دوی پاکستان ته شرايط ايښي ترڅو چې منلي يې نه وي نو دوی به يې له دې لیست څخه ونه باسي.
د پاکستان له مالي او اقتصادي بهران څخه داسې ښکاري چې دا هېواد به د يوه داسې اقتصادي زوال سره مخ شي چې بيا به يې تشه ډکول کلونه وخت ونیسي تر اوسه پوري لاهم پاکستان خپل کلني عايد له بهرنیو قرضونو پوره کوي او لا هم غواړي په همدې قضيه کې پاتي شي

Comments are closed.