The news is by your side.

خليفه سراج الدين حقاني تيره ورځ د قرانکريم ډير اسانه ايت غلط ووايه

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو هغه څېره چې دوی ورته خليفه سراج الدين حقاني هم وايي د قرآن کريم ډير اولیه او عام ايت شريفه چې‌ ټولو خلکو زده دی غلط تلفظ کړ.
دا لومړی ځل وو، چې هغه د رسنیو په وړاندي راغلی او د قرانکريم آيات شريف يې د خلکو منځ کې ووايه.
محمد محق پخوانی ډیپلوماټ او د دیني چارو کارپوه وويل که څه هم غلطي په قرآن او ديني مسایلو کې دومره لویه خبره نه ده ولې سراج الدين حقاني چې د تالبانو يو معنوي او جنګي مشر دی ولې ډير عام او عادي آيات شريف غلط ووايه چې له دې څخه د دوی د پوهي او اسلامي مطالعې په هکله سوالونه پیدا کیږي.
تالبان او حقاني شبکه
تالبان او حقاني شبکه تل دا هڅه کوي چې د دين له ادرسه احکام مسایل بیان او ځان اسلامي مدافعان بولي دوی په خپلو القابو کې سراج الدين حقاني ته د خليفه صاحب لفظ کاروي يعني په دين کې ډير پوو، خو هغه ایات شريفه چې ده په غونډه کې پوليسو ته غلط ووايه پر بيلبوردونو بروشرونه باندې ليکلی ان د ماشومانو هم اوس زده ده، خو ښاغلي حقاني لويه اشتباه پکښې وکړه.
تراوسه پوري ښايي د نړۍ له ډيرو مشرانو څخه داډول غلطۍ په ديني مسایل کې شوې وي خو هغوی هيڅکله ديني زده کړه خپل مسلک نه ده ګڼلې خو دا چې تالبان تر هرچا ځانونه د اسلام خواخوږي بولي او دين خپل مسلک ګني نو بیا ولې دومره لویه اشتباه ترې کېدای شي.
هیڅ ثبوتونه نشته چې تالب مشرانو په دين کې څومره زده کړې کړې او هيڅ نظارت کوونکې نشته چې د دوی د پوهي ارزيابي وکړي

Comments are closed.

koi finance