د بنو جرګې پريکړه او جاج
خبریال ويب پاڼه
د پښتون قامي جرګه بنو
پښتانه که له یوې خوا سرکښه، مغرور او غیرتمند قوم یادیږي خو له بله پلوه یې بیا د تاریخ په اوږدو کې د پرېکړو، پښتو، پښتونولۍ او جرګو اصولو ته د یوه ستر ارزښت په توګه کتلي دي او هغه یې پر ځان عملي کړي دي چې د کلونو او پېړیو بدۍ او ستونزې یې پرې هوارې کړې او دا ارزښت لا هم شته خو د جګړو، ناخوالو او دسیسو له کبله څه ناڅه زیانمن شوی ولې بیا هم ډېره تکیه پرې کیدی شي. له تاریخي پلوه د جرګو مرکو اوږده مخینه په پښتون وطن کې پیدا کېدلی شي خو په سیاسي ډګر کې د پرېکړو تر ټولو ستره جرګه د احمد شا بابا دوران ته ورګرځي چې د ملت رایه یې د یوې لویې جرګې له لارې تر لاسه کړه او د پاچاشاهۍ تاج یې پر سر کړ. دا جرګې د پښتانه وطن لوی افغانستان په تاریخ کې په بېلابېلو زمانو کې په بېلابېلو ډولونو تر سره شوې دي چې پایلې یې اغېزناکې تمامې شوې دي.
خو که اوسنۍ « پښتون قامي جرګه بنو» ته پام ور واړوو نو دا جرګه له هغې تمې خلاف په ښه او لویه توګه جوړه شوې وه چې د جرګې رابلونکي محمود خان اڅکزي یې تمه درلوده؛ د کوزې پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه درانه پښتانه مشران پکې راغونډ شوي او د پاکستان د ظالمانه کړنو څخه یې په بربنډه توګه پرده پورته کړه او د ډار هغه غوړول شوی چتر یې ړنګ کړ چې له کلونو کلونو راهیسې پاکستاني جابر پوځي حکومت پرې غوړولی و او که به چا د حق خبره کوله نو وژل به یې، ډېرې ستونزې او د پاکستان له لوري ورسره شوي ظلمونه، ناانډولۍ او دسیسې پکې روښانه شوې چې له تېرو څلوېښتو او په ځانګړې توګه وروستیو دوو لسیزو راهیسې ورسره شوې وې.
ویناوې
د جرګې پر مهال ټولو ګډونوالو له پښتنو سره د پاکستان له خوا د شوي ظلم او دسیسو بلا ډېرې نمونې وړاندې کړې چې هیښونکې وې او په اوسنۍ سوله ییزه نړی کې آن د فلسطین او ډېورنډ کرښې بر پلو افغانستان کې هم ساری نه لري.
جرګې ته لسګونه کسانو ویناوې وکړې چې هره وینا پر ځپل ځای درنه او له ډېرو کیسو ډګه وه خو زه پکې هڅه کوم د ویناوو هغه غورچاڼ را وباسم چې له کبله یې پښتانه راویښ شوي او د ورسره شوي ظلم پر وړاندې دریځ خپلوي.
په ویناوو کې د پاکستاني حکومت او په ځانګړي ډول پوځ له لوري د شوي ظلم، په پښتونخوا خاوره کې د کانونو پر کیندنه او نا انډوله مصرف، محرومیتونو، آیین، پاټا، وژنو ورکېدنو او ګڼو نورو مسایلو خبرې وشوې چې د ځینو ویناوالو مهمې خبرې په دې لیکنه کې د نقل قول په توګه هم راخلم.
د ویناوو برخه د نظیف لالا له دې خبرې پیلوم چې ویل یې ( تاریخ کاږي چې کله پریښتو پر قومونو ځمکې ویشلې نو د پښتانه په نوبت سره په خورجین کې نوره خاوره نه وه نو پښتانه وویل چې له جنت نه خاوره راکړی او هماغه و چې خدای پاک حکم وکړ چې له جنت نه خاوره ورکړئ نو اوس ځکه له پېړیو راهیسې پر دې خاوره جګړې روانې دي چې دا د جنت خاوره او په دې خاروه کې شته زېرمې تر لاسه کړي.)
هغه وايي له میلاد څخه د مخه د سکندر کبیر د واکمنۍ پر مهال هم پر افغانستان بریدونه شوي چې د هغه لویې لښکرې پکې دړې وړې شوې او بیا تر ننه چې د نړۍ کوم زبرځواک رامنځته شوی نو د پښتانه پر وطن یې بریدونه کړي او بېلابېلې دسیسې یې ورته جوړې کړې چې په پایله کې یې انګریز د پښتنو د ماتې او له منځه تلو لپاره د پاکستان پروژه رامنځته کړه چې تر ننه یې له پښتنو سره بېلابېلې نادودې او ظلمونه کړي او آن تر دې چې د پښتانه د ورکې نیتونه شوي دي.
دی وايي ( دېر آید درست آید ) یعني اوسنۍ جرګه که څه هم ناوخته ده خو بیا هم چانسونه شته دي چې باید پوره ګټه ترې واخستل شي او زیاتوي چې دې جنګ او مبارزې ته باید کفن پر غاړه داسې تیار شو چې نور له مرګه ونه تښتو بلکي مرګ له موږ وتښتي.
ورته مهال د جرګې بل وینا وال سپینږیري پرویز شاهین وویل چې پاکستان د پښتنو د ورکې لپاره پنج بنا جوړه کړې او کلک هوډ یې کړی دی چې پښتون نیست او نابود کړي، د پښتانه له ټبر یې په پښتو لیکل ورک کړي او جرم یې ګڼلی، په نصاب کې یې پښتو نشته، د پښتنو نومیالي هیڅ پکې نه یادیږي چې په پایله کې یې اوسنی نسل نه خپل نومیالي پېژني، نه په پښتو حساب کولی شي، نه پکې د ورځو نمونه پېژني، نه پکې د مور خور وریندارې او نورو نومونه ورته یاد دي او نه هم د افغان له هغه تاریخ خبر دی چې له ډېرو مېړانو او ویاړونو ډک دی. شاهین وايي دا ټول د پښتنو او پښتو د ورکې اقدامات دي او په دې کې پنجاب بریالی شوی.
تا خو زما د ورکېدو پوره خوبونه لیدل
خو زه پېښور یم، زه کابل یمه زه نه ورکېږم
پرویز شاهین د دې او ځینو نورو بیتونو په ویلو سره غوښتنه وکړه چې پښتانه باید د خپلو حقونو د غوښتنې غږ پورته کړي ځکه پنجاب یې هسې هم وژني او هیڅ هغه کس نه پرېږدي چې د قام له پاره کار کوي نو دا ځل باید کفن په غاړه مبارزه وشي چې د پنجاب لاس د تل لپاره له پښتونستان غوڅ شي.
هغه وايي د پاکستان ټول اقتصاد له پښتونخوا څخه څرخي ځکه د ډبرو سکاره، زمرود او نورې قیمتي ډبرې، د ځنګونو لرګي، ګاز، تېل، اوبه او آن ډېر د لوړې بیې کانونه د پښتانه په خاوره کې کیندي خو پښتانه ته پکې د یوې زرې برخه هم نه ورکوي او د زېرمو څښتنان پښتانه په پنجاب، کراچۍ او ګڼو نورو وطنونو کې شپه او ورځ خواری، مزدورۍ کوي تر څو اولاد ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.
د نورو ډېرو عمر خوړلیو ویناوالو تر څنګ د پښتون د ویښتابه سمبول منظور احمد پښتین هم په دې جرګه کې هغه ناخوالې په جادوییزه توګه وړاندې کړې چې د خلکو زړونو ته یې لارې کولې او یادونه یې وکړه چې پاکستان له اویا زره ډېر پښتانه په ظلم او جبر وژلي چې هېڅ کله به هېر نشي او تر اته زره ډېر یې لا درکه کړي دي چې میندې، مېرمنې او اولادونه یې د ژوند په خورا سختو شیبو کې راګیر دي او آن د مرغان پرې ژړا راځي خو د پاکستان پرې کاروبار روان دی او له نړۍ پرې پیسې اخلي.
ښاغلي پښتین وايي پاکستان اوس هم هره ورځ د پښتنو خونې ورانوي او د شپې په تیارو کې کورونو ته اوړي او بېګناه پښتانه له کورونو باسي چې میندې او مېرمنې یې ورته په چیغو ژاړي خو تر اوس هیچا هم سر نه دی پرې ګرځولی چې دا د بیغیرتیا حد بولي او زیاتوي چې پاکستان له یوې خوا په هدفي وژنو او کرل شویو ماینونو کې پښتانه په شمول د ماشومانو او ښځو وژني خو له بلې خوا یې د پیسو لپاره برمته کېدنه هم جاري ساتلې او چاته یې چې نیت شي هغه وتښتوي او بیا ترې پیسې غواړي، او که یې څوک ورنه کړي نو وژني یې.
ده په خپله وینا کې زیاته کړه چې پاکستان له هر پښتانه څخه په خپل کاروبار کې ونډه اخلي او هیڅوک په خپلواکه توګه کاروبار نشي کولی او ورسره تر څنګ یې د اوبو، قیمتي ډبرو، تېلو، ګازو، ځنګلونو، لرګیو او تنباکو د ټکس په برخه کې هم د پاکستان یرغلګر اعمال یاد کړل او ویې ویل چې پاکستان د پښتانه د وینې پر سر له امریکا، د اوښکو پر سر له اروپا او وسایلو پر سر له چین سره معاهدې کړې دي چې د دې ناروا سوداګرۍ مخه باید نوره ونیول شي.
منظور پښتین لومړنی کس دی چې د جابر پاکستان د ظلم پر وړاندې یې څلور کاله مخکې غږ پورته کړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ په رامنځته کولو سره یې ډېر پښتانه د ځان ملګري کړل او پر نننۍ جرګه یې هم زیات تاثیرات پراته دي چې خلکو پکې خپل غږ پورته کړ او خلکو پکې هغه ستونزې یادې کړې چې پخوا یې د پاکستان حکومت له ډاره نشوې یادولی.
پښتین وايي پاکستاني پوځ تر دوه سوه زره ډېر کورونه په وزیرستان کې وران کړي، ۳۶ بازارونه یې ړنګ کړي د میرانشا بازار یې ټول وران کړی باړه یې ړنګه بنګه کړې خو پر سر یې له دنیا څخه پیسې اخلي چې ګواکي ما له ترهګرۍ سره مبارزه کړې او اویا زره کسان مې پکې وژل شوي په داسې حال کې چې دا اویا زره کسان ټول پښتانه دي او ټول همدې پاکستاني پوځ وژلي دي.
هغه وايي د دې ټولو بدیو تر څنګ پاکستان په ښکاره توګه د قومونو تر منځ جګړې رامنځته کوي چې د یوې بېلګې په توګه یې داسې کیسه وکړه: ( په اشکۍ او خیسور کې عملیات وشول چې چاقو هم په کورونو کې پیدا نه شو خو بله ورځ په اچانک کې پر ځمکه شخړه سره رامنځته شوه چې ډلې ډلې خلک له وسلو او آن راکېټونو سره راغلل، زه حیران شوم چې د عملیاتو پر مهال خو په دې کورونو کې ان د جنګ چاقو هم نه و اوس څنګه دا وسلې پیدا شوې نو چې کله مې دواړو کلیو ته کسان د معلوماتو لپاره واستول په دواړو کلیو کې خلکو ویل چې مشران وايي چاته مه وایئ کرنیل صیب ډېر ښه سړی دی موږ ته یې وسلې راکړې چې د هغه بل کلي مقابله وکړو یوه کرنیل دواړو کلیو ته وسلې ورکړې وې. نو زموږ تر منځ جګړې هم دوی رامنځته کوي او وسلې هم راپکې ویشي چې ښه سره ووژنو او تل په بدیو کې پاته شو.)
په مېډیا کې د پښتنو نشتون، د واک نا انډوله وېش ( په پارلمان کې د پښتون ۴۰ او د پنجابي ۲۰۰ څوکۍ)، پر خپله خاوره د واک نه درلودل او له اسلام څخه د وسیلې په توګه د پاکستان د ګټې اخستنې ستونزې یې نورې یادې کړې او زیاته یې کړه چې پاکستان ته اسلام د ګټې وټې دین دی ځکه کله چې چین پر اېغوري مسلمانانو ظلم کوي نو پاکستان کې به ټول پټه خوله وي خو کله چې هند پر کشمیر ظلم کوي نو بیا به غوغا جوړه کړي او وايي به چې کشمیر کې پر مسلمانانو ظلم کیږي. دا ځکه چې د پاکستان د بهرني سیاست له مخې هند د پاکستان دوښمن او چین یې دوست هېواد دی، نو پایله دا شوه چې دلته د اسلام سره د مینې په خاطر نه بلکي د بهرني سیاست له مخې د حمایت او مخالفت خبرې کوي.
د منظور خبرې ټولې ارښتنمنې وې چې په پای کې یې وړاندیزونه هم د اتحاد لپاره غږ و او ویې ویل چې له دې جرګې څخه باید د پښتانه تر نوم لاندې ټول ګوندونه، ډلې او افراد سره یو ځای شي او د حقونو غوښتنه وکړي، د ورکو او وژل شویو پښتنو لپاره باید د رښتیا موندنې کمېسیون جوړ شي، د ځمکو د ستونزې لپاره دې د هواري کمېټه رامنځته او د لر او بر افغانستان لپاره باید ګډ موقف ونیول شي تر څو په ټول لوی افغانستان کې امن راشي.
د جرګې یو تن بل ګډونوال بشیر مټه هم د پښتون پر تاریخي جغرافیه خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا ډېورنډ کرښه موږ ته تاریخي او دیني ارزښت ځکه نه لري چې د یوه کافر انګریز له لوري یو مسلمان سلطنت پرې وران او افغانستان یې دوې ټوټې کړ.
دی وايي د پاکستان له اهدافو یو دا دی چې نه باید په افغانستان کې امن وي او نه هم په پښتونستان کې ځکه خو په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د جوړو نظامونو پر وړاندې ډلې غښتلې کوي او نه پرېږدي چې یو غښتلی افغانستان رامنځته شي ځکه د قوي افغانستان په شتون کې دوی د کوزې پښتونخوا پښتانه هم د ځان په زیان ویني او ګومان کوي که په افغانستان کې غښتلی نظام رامنځته او امن راشي نو ښايي د ډېورنډ د ناحقه داعیې پر وړاندې راسره حساب وکړي.
محسن داوړ چې د منظو پښتین د پښتون ژغورنې د مبارزې لومړنی ملګری و او اوس د یوه سیاسي ګوند استازولي کوي جرګې ته یې خپلې خبرې په دریو محورونو راڅرخولې او ویل یې چې لومړی باید پر دې بحث وشي چې د پاکستان اوسنی آیین ( اساسي قانون) چې کومې پرېکړې د پښتنو لپاره کړې دي هغه دې عملي شي، دویم دې پر دې بحث وشي چې آیا دا آیین د پښتنو حقه غوښتنې ورکولی شي او دریم هم دا چې له پښتنې خاورې څنګه د جنګ لمن ټولېدلی شي چې په دې برخه کې باید هم د افغانستان له حاکمانو سره بحث وشي او هم په کوزه پښتونخوا کې دا مسایل هوار شي او پښتون باید دا پرېکړه وکړي چې لږ تر لږه باید ۵۰۰ کاله نور جنګ ونه کړي.
په جرګه کې پر کانونو هم بحث وشو او اکثرو ګډونوالو پکې وویل چې پاکستان له خیبر پښتونخوا څخه تېل، اوبه، زمرود او ګاز په داسې توګه وړي چې پښتانه ته پکې د قانون او آیین مطابق برخه نه ورکول کیږي ځکه په آیین کې ویل شوي چې طبعي زېرمې لومړی د هغه صوبې حق کیږي چې چېرته موقعیت لري خو د پاکستان حکومت په اوبو کې لویه برخه د پښتونو حق خوري، برق چې په پښتونخوا کې تولیدیږي او د دې خلکو حق دی او تر یوې روپۍ په کمه بیه پښتنو ته تمامیږي خو پاکستان ترې اخستی او بیرته یې په شل روپۍ ورباندې پلوري، تېل د ټول پاکستان پنځوس سلنه په پښتونخوا کې دي خو دې صوبې ته نه ورکول کیږي، ګاز ته آن د سیمې خلک د کاریګرو په توګه نه نیسي، د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو په سیمه کې د پښتانه سیوری هم نه پرېږدي او په پټه یې لویې معاملې روانې کړې دي او ګڼې نورې ناخوالې یې پکې یادې کړې چې د دې ټولو ستونزو هواری یې د پښتنو په یوالي او ویښتابه پورې تړلی وباله او ټولو په یوه غږ وویل چې دا جرګه باید دوامداره او د پښتانه د حق غوښتنې یو لوی آدرس او د مسؤل نهاد په توګه کار وکړي.
په دې جرګه کې ځینو لا هم داسې خبرې کولې چې په خبرو کې یې یو ډول ډار محسوسېده او انګېرل کېده چې د ځان ساتنې له کبله محطاتانه خبرې کوي او لا یې هم ځانونه په پاکستان پسې تړلي بلل او روښانه کوله یې چې موږ د پاکستان یو او پاکستان باید له موږ سره ښه برخورد وکړي خو د جرګې اکثریت ویناوالو بیا دا ناشونې وګڼله چې له پاکستان دې د رښتینولی تمه وشي.
د جرګې د دریمې ورځې په پای کې د جرګې مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه وکړه چې جرګه د یوې بلې ورځې لپاره هم وغځول شي او پایلې یې باید لا سکښتې او له وزن ډکې اعلان شي.
هغه وویل دا جرګه باید د افغانستان د لویې جرګې په څېر وي او ټول هغه مسایل پکې راونغښتل شي چې دلته یاد شوي او له دې جرګې به یو کتاب هم جوړیږي چې ټولې ویناوې او پرېکړې به پکې راخستل کیږي.
ښاغلي اڅکزي همدا شان وویل چې دا جرګه به د رښتیا معلومولو کمېسیون هم جوړوي او ټولې د مرګ او ورکې پېښې به مومي چې دا ظلم چا کړی او څنګه په نړیواله توګه محکمې ته راکش کړل شی.
همدا رنګه هغه وویل چې د علي وزیر د راخلاصون لپاره به یوه ورځ وټاکي چې ټول پښتانه په پاکستان، اروپا او ګڼو نورو هېوادونو کې لارو کوڅو ته راووزي او له بنده د علي وزیر د خلاصون غوښتنه وکړي.
هغه همدا رنګه په جرګه کې د جرګهګۍ او کمېټو د جوړېدو غوښتنه وکړه چې په دوامداره توګه باید هم د پښتنو قومونو بدۍ په دوستۍ بدلې کړي او پښتنو ته د ټولو ور اوښتو زیانونو لیست برابر او په نړیواله توګه ورته د عدالت غوښتنې کمپاین وکړي او په افغانستان کې له اوسني حکومت سره هم د خبرو له لارې دې پایلې ته ورسیږي چې د پښتون وطن لپاره دې دوی خپل مسؤلیت ادا او د کوزې پښتونخوا خلک به یې تر شا ولاړ او همکار شي تر څو په ګډه امن راوستل شي.
ښاغلي محمود خان آڅکزي دا هم وویل چې د ښځو حقونه باید په پښتني سیمو کې ورکړل شي او له اسلام سره سم دې د ښځو وقار ژوندی وساتل شي.
د جرګې پایلې
د دې جرګې غوښتنې په ۲۵ مادو کې وړاندې شوې دي چې جرګې ته د یوې ادارې د جوړېدو غوښتنه پکې شوې او همدا رنګه تر ډېره پکې له پاکستاني حکومت څخه د آیین پر پلي کېدو، په سیاسي چارو کې د پوځي او استخباراتي ادارو د لاسنیوي پر مخنیوي، د رښتیني پارلمان پر خپلواکۍ، په افغانستان کې د حکومت راتګ د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د جلب پر غوښتنه، د افغان کډوالو سره پر ښه چلند، د پښتونخوا متحدې صوبې پر رامنځته کېدو، پر پښتونخوا د تپل شوې جګړې او وژنو لپاره د رښتیا موندنې کمېسیون پر رامنځته کېدو، د قامي شهیدانو د وژنې پر څېړنو، په پښتونخوا کې پر ټولو طبعي زېرمو د پښتنو د مالکیت حق ورکولو، پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار له منځه وړلو، پر کانونو، ځنګلونو او ټولو طبعي زېرمو د نظامي کسانو د قبضو پر پایته رسولو، د کرل شویو مایونو پر کښلو، د پښتو ژبې پر رسمیت پېژندلو، د ښځو پر ټول اړخیز ګډون او د حقونو پر ورکړې، په ۲۰۱۷ کال کې د شوې سرشمېرنې پر ردېدو، په سینیټ یا مشرانو جرګې کې پر برابر حق ورکولو، د اباسین سیند د ۱۹۹۱ کال پر معاهدې د بیا کتنې او پښتونخوا ته پکې د مالک او سر ورخ په توګه حق ورکولو، د اباسين پر زاړه حال پاته کېدو، د ترهګرۍ په نامه د پښتنو د وژلو لپاره پر عدالت، کورونو جوړېدو، غرامت ورکونې او بېځایه شویو پر باعزته لېږد سربېره پکې غوښتنې شوې چې د علي وزیر په شمول دې ټول سیاسي پښتانه بندیان خوشي کړل شي، چشمه ی لیفټ کانال دې ژر تر ژره ورغول شي، پر پښتو ژبه او فرهنګ یرغل ختمول به د جرګې لویه موخه وي او په میډیا کې د پښتنو ناوړه تصویر پر وړاندې کولو باید بندیز ولګول شي او همدا رنګه یې د
((Action in aid of civil power regulation قانون د ملغا کېدو او د اوبو، برېښنا ګازو او تېلو په برخه کې د پښتونخوا دحق ورکونې غوښتنه د دې جرګې د پرېکړو بنسټیزې مادې جوړوي چې د جرګې په باور که یاد موارد پلي شي نو په پښتونخوا کې به امن او آبادي رامنځته شي.
خليل الرحمن اميد
Comments are closed.