The news is by your side.

تالبان غواړي پخواني چارواکي او سياستوال هېواد ته راولي

خبريال ويب پاڼه/ د يوه اوه کسيز کميسون په مټ تالبان غواړي د‌ پخواني حکومت چارواکي او نور سیاسون هېواد ته دعوت کړي.
د دې کمسيون مشر شهاب الدين دلاور او شپږ غړي لري چې ملا خي رالله خيرخواه، شيخ محمد خ الد حنفي، قاري فصيح الدين، امير خان مت قي، ان س حقان ي او ملا عبدالحق وثیق شامل دي.
د دې اوه کسيز کميسون دنده دا ده چې له هېواده وتلي سياسي شخصيتونه، او پخواني چارواکي بيرته هېواد ته را وغواړي.
له دې څخه داسې څرګندېږي چې تالبان غواړي پر داخلي مشروعيت کار وکړي او نړۍ ته ښکاره کړي چې افغانستان اوس هم د ټولو افغانانو کور دی او هر څوک پکښې اوسیدلی شي که څه هم تراوسه پوري تالبان په دې نه دي توانیدلي چې د تیر حکومت غړو او له هېواده تښتيدلو کسانو ته دا ښکاره کړي چې تالبان سم شوي ځکه د تالبانو په راتګ سره لکونه کسان له افغانستانه وتښتېدل او دا لړۍ لا هم روانه ده.
څو ورځې وړاندې لاهم د تالب وسلوالو له لوري په غور او هرات ولایتونو کې د تير حکومت منسوبین وژل شوي وو.
د تالبانو مشر شيخ هيب ت الله اخندزاده څو ځله له خپلو جنګياليو څخه وغوښتل چې د عمومي عفوې د فرمان په عملي کولو کې دي کوښښ وکړي او بايد د تیر حکومت غړو ته هیڅ راز ګواښ پېښ نه کړي ولې تالب جنګياليو د خپل مشر د دې خبرې کومه پروا نه کوي او د تير حکومت غړو ته سزاګانې ورکوي.
د تالبانو د دې کميسيون په هکله تراوسه پوري کوم غبرګون نه دی ترسره شوی خو تالبان په دې کوښښ کې دي چې پخواني سیاسون افغانستان ته ستانه او د نړۍ په دوی باور پيدا شي او ورته مشروعیت ورکړي تر اوسه د تالبانو له واکمنۍ اوه مياشتې اوري خو کوم هېواد په رسمیت نه دي پيژندلي

Comments are closed.