The news is by your side.

ډونالډ بيکن: د تالبانو په رسميت پيژندنې مهم خبرداری ورکړ

خبريال ویب پاڼه/ د امریکا د کانګرس يو مخکښ غړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو باندې سخت انتقادونه کړي او دا يې د امریکا له لوري له افغان ځواکونو سره ناځواني بللې.
هغه وويل له شپږو میاشتو وروسته هم تالبانو څخه خوښ نه يم هغه يو ترورستي ډله ده او بې ګناه انسانان وژني هغوی دې وژنو ته لاهم دوام ورکړی.
بيکن وويل
” دا لوی ناورین وو، چې‌ د ولسمشر بايډن د‌ پريکړې له امله رامنځته ته شو، اوس افغانستان کې يو ترهه ګر دولت په واک کې دی کيدلی شي چې امنیتي عوقب به ولري چې څو کلونه او لسيزې به دوام وکړي.
هغه د امریکا له لوري د تالبانو د رسميت پيژندنې په هکله څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په شخصي لحاظ هيڅ علاقه نلري چې تالبان دي په رسمیت وپیژندل شي، هغه اوس هم تالبان يو ترهه ګره ډله ياده کړه.
دا آمریکایي چارواکی پر داسې مهال د امريکا د نظريې اړوند څرګندونې کوي چې د تالبانو له واکمنۍ اوه مياشتې تیریږي او تر اوسه پوري هيڅ يوه هېواد په رسميت نه دي پيژندلي.
که څه يو شمېر هېوادونه د امریکا په ګډون تالبانو سره تعامل کې روانې دي او ورسره یو شمیر رسمي چارې مخ ته بيايي خو بیا هم هر هېواد وايي چې لاهم د تالبانو د رسميت پيژندلو وخت نه دی رسېدلی.
تالبان اوس مهال دومره مشروعيت لري چې تر يوې کچې يې مشران او افراد بهرنیو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړي او هلته په رسمي غونډو کې ګډون وکړي.
تالبان وايي هیله لري چې ژر په رسمیت وپيژندل شي ځکه هغه ټولې اړتياوې چې د یوه حکومت لپاره اړتيا ده دوی پوره کړی او غواړي چې نور نړۍ لاس په کار شي او د دوی حکومت په رسميت وپيژني.

Comments are closed.