The news is by your side.

پوتين اکراين سره د جګړې ختمولو مهم شرايط اعلان کړل

خبريال ویب پاڼه/ تقريباً اوس مياشت پو ره کيد ونکې ده چې روسیې پر اوکراین برید کړی او په دې هېواد کې جګړه روانه ده، په دې سره زیات شمېر هیوادونو پر اوکراین جګړه غندلې او له. روسیې څخه يې وغوښتل چې جګړه ودروي خو اوس مياشت نژدې کيدونکې ده او جګړه لاهم همداسې خونړۍ روانه ده، روسيې په دې جګړه کې څو ښاره نيولي ولې د پلازمېنې کيف پرنيولو بريالي شوي نه دي.
منځګړي هېوادونه کوښښ کوي چې ژر تر ژره د دواړو هېوادونو ترمنځ روان جګړه ييز کړکېچ پای ته ورسيږي او جګړه ختمه شي ولې تراوسه څه نه دي رامنځته شوي.
اوس یو دريم ګړي هېواد اعلان کړی چې روسیې ورته خپل شرايط اعلان کړي او ویلي یې دي له دې شرایطو منلو وروسته په اکراين کې جګړه دروي.
اردوغان او ويلامير پوتين بېګاه شپه يو له بل سره ټيليفوني خبرې کړې چې پوتین ورته خپل شرايط ويلي.
هغه زیاته کړې چې اکراين بايد له ناټو سره يوځای نشي او همداسې مستقل پاتي شي همدارنګه روسیه غواړي د ختيځ اکراين او کريميا سيمې خپله خاوره وګرځوي.
پوتين زياته کړې چې دا مسله يوازي له زلنسکي سره يو په يو د خبرو پرمهال حل کيدلی شي.
اوس پوښتنه دا ده چې ايا زلنسکي اؤ د اکراين دولت به دا شرايط ومني تراوسه پورې هغوی روسيې ته د نه تسلیم کيدلو خبره کړې او ويلي یې دي چې هيڅ کله به په شا نه شي خو د روسيې دا شرايط د اکراين د تسليم کولو په معنی دي.
ځکه اوس مهال اکراين جګړې ته د دريدلو هيلې نشته روسيې چې په دومره تلفاتو ځان اکراين کې ساتلی غواړي د‌ راتلو لپاره د روسيې په وړاندې دلته ټول ګواښونه له منځه يوسي او اکراين د ځان لپاره جوړ هېواد کړي

Comments are closed.