The news is by your side.

د‌ برادر ډلې د حقانيانو د عياشۍ ويډيو خپره کړه هغوی يې مقابل خراساني و دراوه

خبريال ویب پاڼه/ د پخواني حکومت د کورنيو چارو وزارت مرستيال ادريس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې تالبانو په خپلو منځونوکې ژور اختلافات لري، هغه وويل حقاني ډله د پاکستان له ای ايس ای سره نژدې اړيکې لري او کندهاري تالبان چې د ملابرادر ډله ده له هغوی سره مخالفت لري.
ښاغلي ستانکزي وويل چې کله د جمهوريت وروستۍ شېبې وې نو حقاني ډله په زور سره کابل ته ننوتله او واک يې واخيست دوی داسې فکر وکړ چې موږ کابل ته نظامي سقوط ورکړ، خو ملا برادر او ډله يې بیا داسې انګیري چې کابل نظامي سقوط نه بلکې سياسي سقوط وکړ.
تالبان د تالبانو په وړاندې
ښاغلي ستانکزي وويل چې اوس هم تالبان په خپلو منځونوکې يو د بل په تخريب پسې لګيا دي او غواړي چې يو او بل بد نام کړي هغه د عالم حقاني د ورور وروستۍ د عياشۍ ويډيو ته په اشارې وويل هغه څوک چې ويډيو کوي غواړي د حقاني نوم ښه وځلوي اوس چې برادر ډلې حقانيانو ته دا صدمه وارده کړه په پنجشیر کې د برادر د والي په وړاندې حقاني ډلې د دې ولایت امر د امنيت حميد خراساني مقابل کې درولی او غواړي والي بد نامه کړي، اوس چې دوی واک ته رسیدلي نو پر واک يې بد بيني رامنځته شوې دوی چې ول د خدای ج او رسول ص لاره ده هغې ترينه پاتي شوله.
په عمومي ډول له کومې ورځې چې تالبان واک ته رسیدلي نو کره‌ مالومات دادي چې تالبان دوه يا درې او ان څلور ډلو باندې تقسیم شوي او د قدرت پر سر غواړي چې یو او بل سره ووژني.
تالبان اوه مياشتې کيږي واک ته رسیدلي او داسې مالوميږي چې دوی به په خپل منځونوکې کې هیڅ کله يو له بل سره جوړ نه شي

Comments are closed.