The news is by your side.

تالبانو خپله لومړنۍ ژمنه پوره کړه م م يې ستاينه وکړه

خبريال ویب پاڼه/ تيره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ملګري ملتونو غواړي له تالبانو سره رسمي چارې پيل کړي، په ورته وخت کې دغه نړيوال بنسټ له تالبانو ډير خوشحاله هم دی او ویلي یې دي چې تالبانو د لومړي ځل لپاره ښه کار هم ترسره کړ او خپله کړې لومړنۍ ژمنه یې پوره کړای شوه.
تالبانو تازه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانيزي له دې سره جوخت د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتريش د تالبانو هغه اعلان چې له مخې یې په افغانستان کې د نوي کال په راتګ سره د نجونو ټول ښوونځي پرانستل کیږي.
ګوتريش په خپلو څرګندونو کې ويلي چې تالبان بايد خپلې دې ژمنې ته د عمل جامه ور واغوندي او د افغان نجونو او هلکانو په وړاندې د ټولو ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.
اوه مياشتې وړاندې تالبان د افغانستان واکمن شول چې له خپل راتګ سره يې سم د نجونو په وړاندې ټول ښوونځي وتړل چې يو شمېر نړيوال او سخت غبرګونونه يې هم له ځان سره لرل، هغه مهال ملګروملتونو وويل چې تالبانو له نجونو د زده کړې حق واخستی او دا يې له بشر او انساني مساواتو سره ښکاره دښمني ده خو تالبانو هغه مهال وویل دوی پر یوه طرحه کار کوي ښوونځي به بیرته پيل شي او د نجونو له زده کړو سره مخالفت نلري

Comments are closed.