The news is by your side.

تازه رامنځته شوې وسلوالې ډلې ويلي بغلان او کاپيسا کې مو پنځو تالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ازادۍ جبهې په نوم يوې وسلوالې ډلې چې د روانې پر ۲۰ نېټه یې خپل موجوديت اعلان کړی ويلي چې په بغلان او کاپيسا ولايتونو کې يې پر تالبانو بريدونه کړي او ورته يې مرګ ژوبله اړولې.
دې ډلې د کب مياشتي پر ۲۰ نېټه باندي د تالبانو په وړاندې د جګړې کولو لپاره خپل نوم او موجوديت اعلان کړ چې د تالبانو په وړاندې به وسلواله مبارزه کوي.
تراوسه تالبانو خپل لورې ته د اوښتې زيانونو په هکله کوم خبر نه دی خپور کړی.‌‌ تالبانو له اوه مياشتني حکومت وروسته ورځ تر بلې د دوی په وړاندې وسلوال مقاومتونه زياتيږي او زيات شوي چې خپله تالبان هم اندېښمن دي.
د ازادۍ جبهې ترڅنګ د مقاومته جبهه داعش او نور ګواښونه هغه څه دي چې تالبان او حکومت يې ننګوي.
يو شمېر هېوادونو لا له وړاندې د تالبانو په وړاندې د داعش ډلې فعاله حضور په هکله اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي تالبان و نه توانيدل چې د داعش ډلې خطر د افغانستان نړۍ او خپل پر وړاندې کم کړي ځکه نو دوی د داعش خراسان ډلې له موجوديت څخه په افغانستان کې ويره لري.
تالبان د ازادۍ جبهې او نورو وسلوالو ډلو د موجوديت خطر ډير کم بولي او وايي چې دوی کولای شي د دې ډلو چاره وکړي، تالبان وايي داعش ډله يې تر هغه زياته ځپلې چې څومره یې فکر کيږي دوی وايي په دې وروستيو کې يې چاڼيز عمليات هم په دې خاطر وکړل د هېواد ملي امنیت تضمین شي.
د تالبانو ډلې په خپلو څرګندونو کې ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هيڅ یوه هېواد په وړاندې استعمال نه شي او زياته کړې يې ده چې افغانستان اوس تر ټولو امن هېواد دی.
تالبان وايي چې‌ د خپل پوځ پوليسو او ملي امنیت د جوړولو هڅې يې پيل کړې او تر نيمايي زيات په دې چارو کې بریالي شوي هم دي

Comments are closed.

koi finance