The news is by your side.

د غني د حکومت يو وزير امريکا کې ټکسي چلوي

خبريال ویب پاڼه/ مخکې له دې چې د اګست مياشت کې د افغانستان واک تالبان ترلاسه کړي په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ یو منظم دولت شتون درلود، چې ولسمشر کابينه او وزيران يې اوس ټول تښتيدلي دي.
د غني د حکومت د تير کال د اګسټ میاشت کې سقوط وکړ او په دې توګه تالبان واکمن شول.
د غني د حکومت د مالیې وزیر او اوس امریکا کې ټکسي چلوونکي محمد خالد پاينده په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا تورنه کړې چې په رښتینې ډول يې د افغانستان سره کار نه کاوه.
پاينده واشنګټن پوسټ سره مرکه کې ویلي امریکا په رښتینې ډول په افغانستان کې د بشري حقونو، پرمختک او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله بلکې دا هرڅه نمايشي وو.
خالد پاينده ويلي اوس امریکا کې اوسيږي او له خپلې کورنۍ څخه د ملاتړ په خاطر دی اوس ټکسي چلوي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې څوک ملامت وو، او ولې سقوط رامنځته ته شو وويل چې موږ په ګډه د اصلاح لپاره کوم پلان نه درلود.
هغه وويل نابرابرۍ مې زياتې وليدلې او ماتې مې وخوړه.
کله چې سړی د خلکو حالت ته ګوري او د مسولیت احساس کوي خورا سخته ده.
پاينده اوس ټکسي چلولو ترڅنګ د جورج ټاون پوهنتون کې د ميلمه استاد په حيث هم دنده ترسره کوي ولې د هغه دا مصروفیت نشي کولای دا پيسې يې بس شي.
د غني د دولت ټول تښتيدلي چارواکي په بهر کې په همدې کارونو بوخت دي، يو وخت د تير حکومت د مخابراتو وزير په جرمني هېواد کې د يوه هوټل د ګارسون په توګه دنده ترسره کوله.
د تالبانو ډاروونکې پاليسي د دې لامل شوه چې ډير مسلکي کدرونه له افغانستانه تېښته وکړ که څه هم تالبانو ويلي چې ټول تښتېدلي دي هېواد ته راشي خو هغوی ويره لري چې دلته به ورته زيان واړوي

Comments are closed.