د پېړۍ د اول کال په نوم/ سيد شاه سقيم
د نړۍ د تر ټولو ځيګرخون وطن، د نهارو انسانانو پر يخ وهليو تنديو، ناهیلو سترګو او تړليو لاسو، له رابرېدونکي لمر سره، را روان د پېړۍ اوله مېلمه! له وارخطايي ډکه غېږ درکوو!
تېر کال لا په پيل کې ښه و، لاسونه مو پرانيستي او تر مرۍ مو د جبر زيندۍ نه وې تاو، خو چې څومره تېرېده هغومره تياره کېده، چې څومره تېرېده، هغومره اوږدېده، چې څومره تېرېده، هغومره غمېده.
د غوايي کال پر وطن د غويو غوبل جوړ کړ، د عظمتونو د وطن غرور يې لکه د پر ځغاسته ښکار له پښو ولاړې دوړې، د ترپ د سپيو قدمو ته وپاشه. هغوی چې راتلو ته يې هوسېدل او د راتګ مبارکۍ يې ويلې، ده ورڅخه وطن، هويت، مېنه، جونګړه او نغري واخيستل او يو باتور ملت يې له يوه نړېدلي وطن سره، د غلامي په ځنځيرو تړلی، تر شا پرېښود.
نوی کاله!
پوهېږې پر يوه داسې وطن را روان يې چې ماضي يې راتلونکی او راتلونکی يې ماضي ښکاري؟
پر موږ د وخت جبر داسې چپه مېچنې چلولې چې اوس مو د هر نوي کال له راتګه ارواوې رېږدي. هر نوروز را ته د نويو غمونو د بخڅې پرانېسته ښکاري.
موږ تل د نامېندۍ سندرې زمزمه کړې او اوس يې تل ته رسېدلي يوو،
ما ته مې خپل نصيب مالوم دی
خلکو زما په نصيب مه تړئ شرطونه
دومره ناهيلي چې که د خوښيو په برخو، دوه غبرګ تړلي موټان هم را ته ونيول شي، موږ به يې د يوه تر خلاصېدو، دواړه تړلي پاتې ښه وبولو.
موږ په هر نوي کال کې په تېر ناولي کال پسې د ارمان لاسونه مروړلي او راتلونکي کال مو په نوې رسۍ د هيلو مټې را تړلې.
سږ يې را څخه تا ته د هرکلي ازادي هم تروړلې، تا ته په ښه راغلي هم قدغن لګېدلی. ښه ده چې لګېدلی، وروستي کال د دې وطن له خلکو د ماښام ګوله هم اخيستې، چا ته چې سپوره رسېږي، په اوښکو لنده يې تېروي، تا ته به يې له کومه اووه مېوې په اوبو کې خېشتې ساتلې؟
اورېدلي مو دي چې پخوا به ډېر مهربانه راتلې، د بغل جېب به دې له مېوو، غنمو او دانو زيچ ولاړ و. ستا د سخاوت له امله مشوره وه چې مېلمه د خپلې روزي اووه چنده له ځان سره راوړي. ته به د لمر د زوکړې په ورځ رارسېدې. رڼا به درسره ډېرېده. د خاورې لمن به زرغونېده. پر دښتو او کروندو به مهربانه وې. ماشومان او مېندې به درباندې بسيا وو. غر او بزګر به درباندې پاللي وو. تالندې او باران به دې ملګري وو. د وريو او سېرليو سېلونه او شېدو رودونه به دې را په مخه کړی وو. په خندا به راغلې، په خوشحالي به تېر شوې. د وطن پر دښتو به دې هيلې لکه للمي وکرلې او بيا به د سپينو وارو تر څادر لاندې د ژمي په خواږه خوب ويده شوې، دا اوس دې څه وچ کاڼی تر غاښ لاندې کړی، لکه د ويروسي مېلمه په سرو سترګو راځې او په سلګيو تېرېږې؟
د نوې پېړۍ اوله کاله!
د شواخون هر کال تر پېړۍ سخت تېرېږي، موږ د نوح پيغمبر هومره نه يو پايېدلي، خو لنډ عمرونه مو هغومره اوږده تېر کړي او تر هغو تر سختو توپانو را تېر يوو.
موږ هر يو، بېل بېل د يوه قيامت عيني شاهدان يوو. موږ هر يوه بېله بېله د خپل غرور جنازه پر اوږو ګرځولې. موږ هر يوه بېل بېل د سقوط له تاوه د وطن د پښتيو د ماتېدو خرپ په غوږو اورېدلی. موږ خپل ټول مقدسات د دښمن تر پښو لاندې لتاړ ليدلي. موږ د مور ټيکری ليده چې د دښمن سپيو په داړو ځيره. موږ ور ته کتل چې د بابا پټکی يې د خرو تر ملا ور تاواوه. زموږ د سترګو په مخ کې مو د مور اولادونه اندام اندام شول، و يې تړل، ويې وهل، په سپکو يې سپک کړل، په بازارو يې په ليلام وپلورل.
دا د انسانانو د هماغه ناياب نسل خبره ده چې نصب يې تر لمره رسېده او نړۍ د اصيلو انسانانو په توګه د ځانګړي درناوي حقدار بللي وو.
موږ اوس ستړي يوو، دومره ستړي چې هوسا څوک په مخه راځي او لاس ورکوو هم، ستړې مشې ورته وايوو، ښايي د نړۍ هيڅ ملت به په هرکلي کې د ستړيا يادونه نه کوي.
د قرن اوله مېلمه!
د مېلمهپالو پر مېنه ښه راغلې، قدم دې په لېمو، خو ګيله به نه کوې، مارانو چيچلي له رسيو وېره لري. موږ پرېمانه داسې کالو ته په ويړو خولو او پرانيستو تنديو هرکلي ويلي چې تېر لا نه وي، په ژړا کړي يې يوو. موږ ډېرو کالو ته له هرکلي دستي وروسته د بېوسۍ ټيکۍ ويلې چې؛
خدای خو دې تېر کړه سپېره کاله!
چې خوله خندا ته جوړوم ژړا راځينه.
موږ اوس پرېکړه کړې، مياشت له اولې ورځې او کال له اولې مياشتې نه ارزوو. له مجبوري مو مبارکي، مخه ښې ته وړې، په وروستۍ ورځ به د ښو او بدو حساب کوو چې ښه وې، که نه وې. موږ د ډېرو داسې کالو په پيل کې يو بل ته مبارکۍ ويلې، چې بايد تسليت مو ورکړی وای.
نوی کاله!
موږ په خواره برخه خوشحاله خلک يوو، ډېر څه نه غواړو، يوازې هغه څه راکړه چې تېر کال راڅخه اخيستي، تر عمره به دې د احسان پوروړي يوو، فقط همدومره!
ستړی مه سې او ستړي مو مه کړې!
Comments are closed.