The news is by your side.

تالبانو د ملي بيرغ په هکله خپله پريکړه بيرته واخيسته

خبريال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې تالبانو د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون لوګو له ملي بيرغ څخه سپین رنګ ته واړوله او همدارنګه يې د افغانستان ملي بيرغ په هکله پريکړه وکړه چې باید له دولتي شعبو څخه و ايستل شي د خلکو ترمنځ ناندرۍ راپورته کړې خلکو ملا هيب ت الله ته منسوب دا فرمان له افغاني ارزښتونو سره کلکه دښمني وبلله او له دوی څخه يې د دې پريکړې په هکله وضاحت وغوښت.
اوس تازه داسې ښکاري چې تالبانو خپله دا پريکړه اخيستې او د ملا شيخ د دې فرمان چې ملي بيرغ بې منعه کړی په هکله د څېړنو ويلي.
راپورونه خپاره شول ولې کوم رسمي سند نه دی موجود چې داسې دی رښتیا کړي چې دا فرمان رښتیا هم د تالبانو مشر صادر کړی.
د تالبانو يو وياند بلال کريمي په خپلو څرګندونو کې ویلی چې د ملي بيرغ د ممنوعیت په اړه د فرمان په رښتيا والي څېړنې کوي تر څو مالومه کړي چې دا فرمان رښتيا هم د تالبانو مشر ورکړی.
کريمي وويل په دې اړه څیړنې روانې دي ترڅو مالومه شي چې په دې فرمان کې څه لیکلې او ویل شوي دي؟
هغه د ملي ټلويزيون له لوګو څخه د ملي بيرغ ايستل کول او سپين رنګ ته د تغیر ورکولو په هکله وويل چې يوه اداره حق لري چې څنګه د خپل ځان لپاره لوګو ولګوي
يو شمېر سياسي کارپوهان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دې فرمان په هکله دي بيرته له سره کتنه وکړي.
د شيخ ملا هي بت الله له لوري د یوه داسې فرمان هيله نه وه خو چې وړاندې دي شو نو د افغانانو سخت غبرګونونه يې را وپارول خلک تالبانو ته مشوره ورکوي چې بايد په داسې اساسو شرايطو کې بايد پر داسې موضوعاتو باندې کار ونکړي چې خلک پرې تحريک باندې راځي

Comments are closed.