The news is by your side.

يعقوب، سراج ح قاني او ب رادر، شيخ صاحب د دوی د‌ اختلافاتو د حل لپاره کندهار ته غوښتي

خبريال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې هم د تالبانو په لیکو کې پراخ اختلافات موجود ول او ان په ارګ کې‌ د حقان او برادر ترمنځ ډزې هم شوې وې چې په کې ملا ب رادر ټپي شوی هم وو.
دې اختلافاتو دوام وکړ چې د ح قاني او ملا ورور ډلې په کابل او ولایتونو کې يو د بل په وړاندې سخت یو بل ته ګذارونه ورکړل خو دا اختلافات ورځ تر بلې نور هم زيات شول.
په وروستي ځل د برادر ډلې د حقاني ډلې د یوه غړي عالم ګل حقاني ورور په يوه داسې د عياشۍ بنډار کې توقيف کړ چې شراب کباب او هرڅه موجود ول په هغه ویډيو کې يو تالب پر دې ډیر ټينګار کوي چې‌ د عالم ګل حقاني نوم زيات واخلي او په ويډيو کې مالومه شي چې دا د هغه ورور دی.
اوس تازه راپورونه دادي چې ملا هی بت الله اخند په دې اختلافاتو خبر شوی او ټول يې کندهار ته غوښتي دي چې مالومه کړي څوک ملامت دی.
اوس دوی ټول کندهار ته ځي چې د شيخ صاحب په منځګړيتوب خپلې ستونزې حل او فصل کړي، خو خبره داده ايا دا اختلافات به حل شي؟
تالبانو ويلي چې موږ د خدای ج لپاره هرڅه کوو خو کله چې دوی واک ته ورسېدل نو په دې نشه کې يې هرڅه هېر کړل او داسې بريښي چې ټول اختلافات پر ګمارنو او واک رامنځته ته شوي.
په دوی کې حقاني ډله د پاکستان ګټو ته ژمنه ده او نورې دوه ډلې خپلو ځانونو او لږ ملت ته ښايي ژمنې وي ځکه نو پر مهمو دولتي بستونو باندې جنجال ډير شوی.
يو شمېر سرچينې دا هم وايي چې ښايي په نژدې وختونو کې د تالبانو په لیکو کې ډير ژور تغيرات هم راشي چې لامل به يې همدا جوړ جاړی وي ځکه ښايي ډير کسان ادلون بدلون وکړي له قدرته لیري کړي او جوړ جاړی رامنځته شي.
خو د چ قاني ډله ښايي ځان فاتح وګڼي او ان د شيخ صاحب خبره هم په هغه صورت کې چې د دوی کسان لیري کیږي و نه مني.

Comments are closed.