قريشي بيا د تالبانو د بهرنيو چارو وزارت مسؤل شوی د تالبانو لپاره يې څه وغوښتل؟

خبریال ويب پاڼه/ پاکستان او تالبانو ګډ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا د تالبانو په استازيتوب له نړيوالو غوښتنې کړې.
شامحمود قريشي وويل نړيوال بايد له تالبانو سره د داعش ډلې په له منځه وړلو کې پوره همکاري وکړي او له تالبانو سره په ګډه يې له منځه يوسي.
قريشي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ترسره کړې دي.
د پاکستان او تالبانو ګډ د بهرنيو چارو وزير قریشي وويل دا چې د تالبانو واکمني ده نو په دې هېواد کې له ترهه ګرو ډلو د نړيوالو هېوادونو موثرې همکارۍ ته اړتيا ده.
له دې څخه خو لومړی دا څرګنديږي چې پاکستان هم په دې باور دی چې په افغانستان کې داعش ډله شته او له دې سره د نورو هېوادونو ترڅنګ امریکا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د داعش ډله شتون لري او په راتلونکي اوړي کې ښايي چې پر تالبانو خونړۍ حملې هم وکړي.
خو تالبانو د داعش شتون افغانستان کې تبليغات ګڼلی او امریکا يې د دې ډلې په ملاتړ هم تورنه کړه.
تالبانو وويل چې امريکا له داعش ډلې سره نظامي او تبليغاتي مرستې کوي او غواړي چې د داعش خراسان څانګه لویه وښيي.
خو پوښتنه داده چې ايا پاکستان له داعش څخه په افغانستان کې ويره لري ايا پر تالبانو باور نلري چې له منځه یې یوسي، په ورته مهال تالبانو ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد استعمال نه شي او د دې اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې دې داعش وده وکړي.
تراوسه پوري تالبانو د قريشي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم څه ویلي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More