The news is by your side.

ولسمشر غني خبر نه دی، که غلط پوهول کېږي؟ سيد شاه

بېګا نوروز تقريبا په ختمېدو و چې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرفي غني غږ د هغه له خپلې فېسبوک پاڼې، له انځور پرته پورته شو او په وينا کې يې ايله دوه درې جملې د نوروز په اړه وويلې.

ولسمشر تر لنډې مقدمې وروسته د وطن پر حالاتو را وڅرخېده، خو داسې څرګندونې يې وکړې، ګويا پر وطن او خلکو له دغه روان قيامت څخه بېخي خبر نه دی.

د وطن اشغال، د نظام نړېدل، د ميليونونو انسانانو بې سرنويشته کېدل، بې روزګاري، لوږه، فقر، د خلکو د اولادونو پلور، د ملي ادارو نړېدل، د ملي ارزښتونو سپکېدل، د نظام د بې‌وسلې او پر کور ناستو خلکو پر کورو ورختل، د ښځو په مخ کې وهل، د نجونو او مدني فعالانو نيول، شکنجه کول، پر ښځو جنسي تېري، د ميليونونو انسانان هجرت، کور په کور تلاشي، په تلاشيو کې د ښځو وهل، ډبول، د وطن نيمه‌پاتې ادارې له پاکستانيان ډکېدل، د وطن پر کانونو د ط/البانو د خانه‌داماد (پاکستاني سفير) ګرځېدل، له نړۍ سره د افغانان د سرپرستانو په توګه د پاکستانيانو معاملې، د ميليونونو ماشومانو او ځوانانو له زده‌کړو پاتې کېدل، د دېرش ميليونه انسانانو برمته نيول او سل او زر نورې سپکې ورکې چې خاورې او خلکو ته ور اوښتې،‌ بابېزه وبلل شوې، خبره ټوله لاړه د پاکستانيانو د راشن او د ډبليو ايف پي د لوبيا په سم وېش خبرې وشوې.

ښکر هغه وخت د انسان را خېژي چې ولسمشر په دغه وينا کې پر روان ناورين پنځوس فيصده راضي او پنځوس شکي ښکارېده.

“جګړه درېدلې، خو سوله نه ده راغلې”

ولسمشر يو ځل بيا په خپلو خبرو کې په اشاره اشاره،‌ له جګړې پرته د نظام پرېښوول پر ځای پرېکړه وښووه،‌ خو سوال دا دی چې په دې احتمالي جګړه کې، د ميدان په خوشې کولو، د چا د احتمالي وژل کېدو مخه ونيول شوه؟

که د ط/البانو د وژل کېدو مخه نيول شوې وي، نو تر ميدان خوشې کولو يوه اوونۍ وړاندې ولې په هلمند کې اته نيم زره کسه ووژل شول، لښکرګاه ولې لوټې لوټې شوه؟

که د سرتېرو د وژل کېدو مخه نيول شوې، نو په دې جګړه کې به څومره سرتېري وژل شوي وای، زر، دوه زره، پنځه يا لس زره؟ د ولسمشر هماغه څرګندونې تر اوسه د ټولو په ياد دي چې ويل يې په څلور نيمې مياشتې کې پنځه څلوېښت زره سرتېري شهيدان شوي، هغه وخت ولې سرتېري ورباندې ووژل شول؟

که د ولسمشر د ځان د ژوند ژغورل هدف وي، نو ته او خدای د ولسمشر تر دغه اوسني ژوند، په مېړانه د ده په شهادت رسېدل به غوره نه وای؟ وطن به دې حالت ته تللی وای، ولسمشر به دومره د خلکو له نظره پرېوتی وای چې اوس دی؟

د نړۍ دستور دی، کله چې نظامونه چپه کېږي او تخت اوړي، د نظام د اولې ليکې کسان بايد يا ووژل شي، يا زندان ته ولاړ شي، دغه درېيم د تېښتې حالت يې له ولسه لاره ورکوي، خلک ګنګس کوي چې د لومړۍ ليکې د تلليو کسانو لاسونه ښکل کړي، که يې پر مخ په څپېړو ووهي.

يو بل جالب ټکی د ولسمشر نه راڅرګندېدل او يوازې غږ خپرېدل و، ته وا ملا حسن اخوند پر وټس اپ خپل ثبت شوی پيغام خپروي او نصحيتونه کوي.

خدای خبر د دغې ناولې لوبې شا ته کوم لنګ وهلی پالوان ناست دی، د ټولو لوبغاړو څېرې يې پټې کړې دي، لېرې نه ده چې سبا به د کرزي صاحب او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله غږونه هم د پرېوتو پردو له شا راپورته کېږي او وايي به چې؛ پردې مين رهنې دو، پرده نه اټهاوو.‌

د ولسمشر بل ټکی خلکو ته د خدمت و، ورور يې وار له مخه د ضمانت ډول غاړې ته اچولی او د ده له خبرو هم ښکارېده چې وطن ته يې زړه کېږي.

ښه نو که دا سبا ط/البان ضمانت ور کړي ‌چې څه نه درته وايوو، دی به ځي او وطن به په همدې توګه اشغال پاتې کېږي او د اشغال د لا قوي کېدو يو سبب به دی په خپله هم وي؟ ولس د همدې په خاطر رايه ورکړې وه؟ له ده څخه خلک رښتيا همدا تمه لري؟

کله چې اشغال حاکم شي، انسان د انتخاب چانس له لاسه ورکوي، هغه مهال بيا څوک د لږ ښه او ډېر ښه، يا لږ بد او ډېر بد تر منځ د انتخاب واک نه لري،‌ اوس وروستی او لومړی انتخاب د اشغال ختمول دي، اما ولسمشر ترکستان ته روان و.

دغه حالت دوه بدې ګواهۍ ‌ورکوي؛‌ يا خو ولسمشر بېخي بې خبره ساتلی شوی او يا تر هغه هم بده دا چې يو ځل بيا داسې يوې کړۍ محاصره کړی چې (خوله د جانان خپله ده، خبرې پرې د بل کوي) ولسمشر خپلو خلکو ته، په داسې انداز، داسې خبرې کوي چې يوازې له پاکستانيانو يې د اورېدو تمه کېږي.

سيد شاه

Comments are closed.