The news is by your side.

د کابل سپېڅلې غېږ کې د پنجاب بيرغ رپول او ورځ یې ولمانځل شوه

خبريال ویب پاڼه/ پاکستان د تالبانو په موجوديت کې د ارام نفس اخلي او اوس چې هرڅه کوي نو زړه يې.
اوس تازه د پاکستان سفارت ويلي چې دوی د پاکستان ورځ چې د مارچ ۲۳ نېټه کيږي لمانځلې او د پاکستان بیرغ يې هم رپولی دی.
د کمزورۍ وروستی حد ښکاري چې تالبان د کابل پر پاک ځيګر يو ناپاک بيرغ رپوي، دا پاکستان له پیدایښته تراوسه به‌ داسې نه وي شوي چې پاکستانيان دي دومره په جګه غاړه او فاتحانه ډول سره خپل بيرغ ورپوي غرور دي وکړي او خپله ورځ دي ولمانځي.
همداسې وشول د تور پنجاب سفير منصور خان نن په پوره افتخار سره پر ټویټر وليکل چې د مارچ ۲۳ د پاکستان ملي ورځ مو په کابل کې ولمانځله.
په دې انځورونو کې داسې ښکاري چې په افغاني نظامي درېشيو کې څو کسان د منصور خان احترام او چاپلوسي، تاريخ به هرڅه وليکي چې د تالبانو واکمني کې ان افغانان دومره ذليل شول چې د یوه پنجابي سلامي يې وکړه او د پاکستان بیرغ يې د کابل پر سپېڅلې سينه رپاند کړ.
ايا دا د تالب د زوال او پايمال نښې نه دي ايا تالب به پنجابه رښتيا هم د خپلواکۍ ټيګټ نه دی اخیستی داسې بریښي چې د هيڅ تالب مشر مخالفت به څرګند نه شي، په دې کار هيڅ واقعي افغان خوښ نه دی او نن به د خجالت احساس تر سترګو کوي.
تالبانو پر خپل ځان شاهدي ورکړه چې خپلواک نه دي د خپل وطن واک نه لري او د پنجاب د بيرغ رپولو مخه نشي نيولی دوی چې وايي موږ ټوله نړۍ په ګونډو کړه نو بيا ولې يوازې يوه هېواد ته په ګونډو دي؟
کابل نن پرخپل واکمن د شرم احساس وکړ او ټيټ يې وکتل کابل د پنجاب له بيرغ څخه نفرت لري

Comments are closed.