The news is by your side.

د ملي بيرغ او کابینې پر څرنګوالي د تالبانو بحث

خبريال ویب پاڼه/ په کندهار کې لوی بحث روان دی او مشري یې د تالبانو مشر شيخ صاحب کوي.
ويل کيږي په دی غونډه کې د ا،ا د غړو او مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له منځه وړل او همدارنګه د راتلونکي نړيوال مشروعيت ترلاسه کول دي.
تراوسه پوري که څه هم یو شمېر سرچینې د تالبانو مشرتابه کې اختلافات نه مني خو وایي چې د هېوادونو د رسمیت پیژندنې لپاره به کار وشي.
د ملي بيرغ په هکله
کله چې شيخ هي بت الله د ملي بيرغ په هکله د ا م ا رت دريځ روښانه کړ نو سمدلاسه د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شو، او تالبان په دې پوی شول چې تاوان يې وکړ ځکه نو يې سمدلاسه خپله پریکړه واخسته او و يې ويل چې دوی د خپل مشر دا فرمان څيړي تر څو مالومه کړي چې ايا رښتيا هم دا خبره ملا هي بت الله اخند کړې او که جعلي ده.
له دې سره ښايي هغه قوانين هم له منځه تللي وي چې د افغانستان د درې رنګه ملي بيرغ په هکله ټاکل شوي وو.
په دې وروستيو کې یو شمېر تالب مشران د افغانستان له درې رنګه ملي بيرغ سره را څرګند شوي وو، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.
د تالبانو خپل منځي اختلافات
که څه هم تالبان خپل منځي اختلافات‌ نه مني خو په کره توګه سره حقانيان‌ او برادريان نه دي سره جوړ هغوی يو پر بل وسلې را ايستلی او ان د حقاني‌ ډلې له لوري پر برادر باندې ډزې هم وشوې او ژوبل شو.
تراوسه پوري تالبانو مشر شيخ صاحب کابل ته نه دی تللی او کندهار کې ميشت دی خو ځان نه ښکاروي ځکه نو شکونه زيات دي چې هسې نه شيخ مړ او پر ځای يې بل څوک نه وي
اوس تاسې څه واياست ايا تالبان به د ملي بيرغ په هکله کومه پريکړه وکړي ؟

Comments are closed.