The news is by your side.

د نجونو ښوونځيو بندیدو مقابل کې امريکا تالبانو ته سخت ګواښ وکړ

خبريال ویب پاڼه/ تیره ورځ کله چې‌ د نجونو ښوونځۍ پیل شوې د تالبانو له لورې نوې خبرتیا راغله او له شپږم ټولګي څخه لوړ نجونو ته يې اجازه ورنکړه چې درسونه ولولي.
په دې هکله يو شمېر سازمانونو هېوادونو او سياسونو سخت غبرګونونه ښودلي او د تالبانو دا پریکړه يې ظالمانه بللې ده.
يو شمېر سرچېنې وايي چې تالبانو په دې برخه کې پر دوه ډلې ويشل شوي دي چې يوه يې د ښوونځيو پيل غواړي او بله ډله چې شيخ صاحب په خپله دی د نجونو د ښوونځيو سره مخالفت لري.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د زده کړو فعاله ملالې يوسفزۍ وويل چې تالبان د نجونو له زده کړو ویره لري.
د امریکا غبرګون
تازه اقدام کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تالبانو د دې پريکړي په هکله غبرګون ښودلی او دا يې غیري عادلانه بللې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتونیو بلينکن په خپلو څرګندونو کې د تالبانو د حکومت دا پریکړه چې نجونې يې له زده کړو محرومې کړې وويل چې دا به په افغانستان کې اقتصادي وده ټکنۍ کړي، همدارنګه به له ټولې نړۍ سره د تالبانو د اړيکو هیلې ډيري زيانمنې کړي او ډير تاوان به ورته ورسوي.
بلينکن وويل چې تالبانو ژمنه کړې وه چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او ټولو ته به چې نجونې او هلکان دي د زده کړو برابر حقونه ورکوي ولې له دې ژمنې څخه تيريدل به خطرناکه پایلې ولري.
تراوسه پوري د ډيرو په باور چې د تالبانو دا پریکړه هغوی ته سخت زیانونه اړولی شي ځکه خپلې ژمنې نه شي پوره کولی.
امريکا د بدو ورځو د را تلو خبر داری ورکړ ښايي هغه ټولې ژمنې چې د رسميت او تعامل برخه کې ترسره شوې په اوبو لاهو شي

Comments are closed.

koi finance