The news is by your side.

صالح: تالبانو د شيخ عبدالبصير څخه تالبانو هي بت الله جوړ کړ

خبريال ویب پاڼه/ دا چې د تالبانو مشر شيخ هي بت الله مړ او هیڅ وچو نلري ډير دليلونه موجود دي د تالبانو اوه میاشتې کيږي چې له مقاومت وروسته پر افغانستان واکمن شوي ولې د شيخ صاحب هيڅ درک نشته او نه يې هم ځان ښکاره کړی.
له دې شکونو سره هممهاله د پرزول شوي جمهوريت لومړي مرستيال امرالله صالح په خپلو تازه څرګندونو کې د شيخ هي بت الله په هکله تازه څرګندونې کړې هغه پر خپله فېسبوک پاڼه په پښتو متن ليکلي چې هی بت الله وجود نلري ولې چې شکونه پيدا نشي نو تالبانو د شيخ ټولګيوال شيخ عبدالبصير څخه هي بت الله جوړ کړی.
يو کس چې صالح ته يې د سرچېنې په څېر مالومات ورکړي ويلي هغه چې د شيخ په نوم ځان معرفي کوي ما په څو ولایتونو کې تعقيب کړی مخ پټوي ځان نه ښکاره کوي مخ يې پېچلی وي او یاهم د پردې ترشا خبرې کوي خو دليل يې د امنیت خربوالی ښيي.
په دې دليلونو چې ښاغلی هيبت مړ شوی پاکستانیان له لومړيو پوهيدل ولې اوس حقانیان هم پوی شوي چې یو لامل يې همدا دی چې د دوی ترمنځ اختلافات زیات شوي او ښايي نور هم زيات شي اوس کندهاري تالبان په حقانیانو اتکا او باور نکوي او همدارنګه حقانیان پر برادر ځکه نو د دواړو ډلو ترمنځ ژور اختلافات رامنځ ته شوي دي.
اوس تازه د‌ تالبانو ترمنځ غونډه کندهار کې دوام لري ترڅو راټوکېدلي ټول مشکلات حل او پر یو جامع کابېنه کار کوي چې د خلکو د رضایت او بهر د مشروعيت جوګه وي ترڅو رسميت ترلاسه کړي خو د شيخ سرټمبه پرېکړې ښايي تالبان له ډيرو ستونزو سره مخ کړي

Comments are closed.