The news is by your side.

هغه حکومت چي تر سیسټم جوړیدو وړاندې یې د منحل کیدو اټکل کیدونکی دی!

خبریال ويب پاڼه/ په تیر جمهوریت کي شمالې ټلواله دومره پړسیدلې وه، چي حتا ولسمشر یې هم هوا ایستلو ته عاجز شوی ؤ، هره چاره به یې په وچ زور په حکومت منله، عطامحمد نور ته، خو بیخې د امپراتور لقب کاریدی، دوستم په اخر کي شمال ته ولاړی ټول حکومت یې چیلنج کړ بالاخره د سکاټ میلر او نورو حکومتي لوړپوړو چارواکو په ننواتې هغه مهال راضي شو، چي څو وزارتونه، ولایتونه او مارشالې یې ورته ورکړه. په کندهار کي جنرال عبدالرازق اڅکزی د ټول جنوب لویدیځ زون هیرو جوړ شوی ؤ، په ختیځ کي د عزیزالله کاروان په نوم د ولایتي خاص قعطې قوماندان نه لر منی نه بر، د کریم خلیلي، سرور دانش دوی علي پور او شجاعي په میدان ښار کي د همدې حکومت مقابلې ته راودانګل، یو ځل ونیول شول، خو بیرته د حکومت د ناتوانۍ له کبله په سرو سترګو خوشي کړل شول. ستونزه دا وه! چي په اصل کي دا خلک له لومړۍ ورځي حکومت ته د انډیوالۍ پر لار راغلي ؤ، نه د یو حکومتي سیسټم د لارې، دوی خپل قومیان، دوستان او ملګري له ځان سره وساتل، د غلا، چور او د استخباراتي ډالرو په پیدا کولو سره یې دومره وپړسول، چي د هغوۍ یو عادي ملګری به په دري۳ مرمۍ ضد موټرو کي ګرځیدل. کله، چي به حکومت د اصلاحاتو لپاره نیت وکړ او ددي خلکو مخه به یې نیوله یو به د خارجي استخباراتو فشارونه پر حکومت زیات شول، بل به په هغه ولایت کي پولیسو ټولو وسله پر ځمکه ایښودله، نو؛ هغه ؤ، چي دا کسان تر پایه په حکومت کي پاته شول څوک، چي خارجي استخباراتو ته نور پکار نه ؤ ووژل شول او څوک، چي غوښتل د راتلونکي لپاره وساتل شي هغوۍ اوس هم شته او یوه ورځ به یې وګورۍ بیا به یې د خپل تیر وخت په شان د زیاتو ظلمونو له کبله نوم د هر افغان پر شونډو وي. لیکنه مي اوږده شوه راځم خپل اصل هدف ته! د تالبانو هر قوماندان او والي عطامحمد نور، دوستم، جنرال رازق او کاروان دی، نو؛ اوس که تالبان اصلاحات راولي دوی به دغو خلکو ته څه ډول قناعت ورکوي، چي کومه چوکۍ، چي تر تا لاندې ده او لوړ پر ناست یې دا د ولس د چوپړ ادرس دی او د ولس چوپړ هغه څوک کولای شي، چي شل کاله یې مغز په عصري زده کړو ویلو خوړلي وي، نه په ټکانو او باردو په خوړلو. حال دا، چي افغانانو تل د اقتدار لپاره قربانۍ ورکړي، نه د ملی ارزښتونو، د ولس هوساینې او د هیواد پرمختللو لپاره، موږ تاسو ته مالومه ده، چي ورور د ورور سترګې د اقتدار لپاره ایستلې او داسي نور… که تالب هغسي ټول ګډونه حکومت ته غاړه کښینږدي، چي نړیوال یا په خاص ډول امریکا یې غواړي څه فکر کوئ، چي پر افغانستان به بیا د جګړې وږی ښامار مصلت نه شي او دغه کوږ وږ مړ زواندی سیسټم به یو مخ له مینځه ولاړ نه شي، ځکه مرستې به بندې شي، همدا اوس، چي د بانکونو د سیسټم پر ځای ساتلو لپاره هره میاشت۳۲ میلونه ډالره راځي بند به شي، تجارت به له مینځه ولاړ شي، د لوږې کچه به سل سلنه ته پورته شي، یو مطلق ګډوډي، چي په تیر کي به یې ساری نه ؤ رامینځ ته شي. که د نړیوالو پر خوښه تالبان ولاړ شي هم یې نظام تر هغه وخت پورته د پایداره کیدو اټکل نه شي کیدلای لکه څنګه، چي په کور دننه او بهر یې اټکل کیدلای شي. ځکه که دوی د نړیوالو په غوښتنه راضي کیږي، نو؛ هغه وخت به د کندهار ولایت، یا هم د کورنیو چارو وزارت، یا د ملی دفاع وزارت او داسي نور موقفونه پریښودلی شي؟ که یې پریږدي دغه خلک، چي اوس پر ناست دي وبه یې مني؟ ایا که په خفګان لري کیږي د تالبانو په لیکو کي لویه تشه نه رامینځ ته کوي؟ ایا دا امکان نشته، چي د همدې خلکو پلویان به هغه ځای ته پناه نه وړي، چي د تالبانو سره جنګ ورته اولویتونو کي د بهرنیو استخباراتو په خوښه وي؟ زما په شخصي نظر او پورته ټولو پوشتنو ته په کتلو سره د تالبانو حکومت په هر حال کي تر وخت وړاندې د منحل کیدو په حال کي دی او پاته کیدل به یې یو لویه معجزه وي.

حیات پښتون

Comments are closed.