The news is by your side.

سميع سادات زه له مقاومت جبهې ملاتړ کوم او اوسني حالات به تغير کوي

خبريال ویب پاڼه/ جنرال سمیع سادات چې يوازي وروستۍ څلور ورځې د جمهوريت د کابل عمومي قوماندان او د ځانګړو ځواکونو قوماندان پاتې شو د کابل د سقوط لحظه په لحظه کيسه کوي او وایي چې ولسمشر ناحقه وتښتېد موږ مقاومت کاوه.
هغه په خپلو خبرو کې د مقاومت جبهې د ملاتړ خبره وکړه او احمد مسعود ته يې په ورور وويل د ده په وینا چې له مقاومت جبهې ملاتړ کوي او زياته يې کړه چې د افغانستان اوسني حالات به تغير کوي او تالبان د افغانستان واکداران نه دي او نشي کولای چې افغانستان وساتي.
سادات وويل ځکه تاسې ګورئ چې افغانان‌ د تالبانو په واکداري کې ډوډۍ نلري، عزت نلري، د سفر اجازه نلري او داسې نور….
ده وويل چې هرڅه يې درلودل مقاومت يې کاوه ولې د ملکي مسولينو له هدايت سره سم يې خپلې کړنې ترتيب او تنظيم کړې وې هغه د خلکو ګيلې پر ځای وبللې چې ولې يې د ټولو امکاناتو په شتون کې بياهم مقاومت ونکړ.
پر داسې مهال د کابل د سقوط مستنده کیسه یو افغان جنرال کوي چې پر کابل د تالبانو د واکمنۍ اوه مياشتې تیریږي خو تراوسه د دې ډلې دولت هیڅ يوه هېواد نه دی منلی او نه يې هم مشروعيت ورکړی.
ښاغلي سادات په خپلو خبرو کې د غني د تېښتې په هکله نظر ورنکړ ولې هغه يې ملامت کړ چې ويره يې بې ځایه ول او افغان ځواکونو کولای شول چې د نوموړي ساتنه وکړي.
جنرال سمیع سادات د غني د ځان وژنې هم وويل چې خپله د هغه تېښته ځان وژنه وه او هغه باید داسې نه وای کړي.

Comments are closed.