ایران تالبانو ته سخت ګواښ وکړ
خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو او ایران ترمنځ تر ډيره بریده څومره چې تمه ده اړيکه نلري څوځله دوی سرحدي نښتې هم يو له بل سره کړې دي.
تالبانو ويلي چې دوی له ګاونډيو سره ښې اړیکې غواړي ولې هرکله به يې د تيري ځواب ورکوي ایران بیا له تالبانو د اوبو حق غواړي.
علي اکبر مچرابیان په خپلو تازه څرګندونو کې له تالبانو په کلکه غوښتي چې د افغانستان اوبو کې دي د ایران حق ورکړل شي دوی له تالبانو د تیر کال حق هم غواړي.
محرابيان وويل چې تالبان مکلف دي چې د هلمند اوبو کې د ایران مکمل حق ورکړي ترڅو چې دوی يې دعوا ونلري.
هغه وويل چې تېر کال هم دې اوبو ډیر کمه برخه ایران ته خوشي شوې چې حق يې نه دی پر ځای شوی.
همدا اوبه دي چې ایران يې له افغانستان سره دښمن کړی دا دوه مخې ګاونډی هيڅ کله د افغانستان د اوبو مهار ول نه غواړي کله چې تير کال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند باندې کار پيل کړ او بشپړ شو نو ایران په ډيري بد نيتي سره د دې بند د جوړولو مخالفت وکړ په تیرو وختونو کې ايران څو ځله د سلما بند اوبو د ويجاړولو هڅه کړې.
ايران اوس په جديت سره لګيا دی او له تالبانو سره د مخالفت نوی باب پرانیزي او ويي يې دي چې تالبان مکلف دي چې دې هېواد ته اوبه پرېږدي، تراوسه پوري تالبانو د ایران د دې ګواښ په هکله څه نه دي ویلي.
Comments are closed.