The news is by your side.

ګل بدين: تالبانو د نجونو د ښوونځيو په بندولو سره اسلام سره جفا وکړه

خبريال ویب پاڼه/ که وکتل شي تالبانو د نجونو د ښوونځيو په بندولو سره لومړی له ځان سره جفا وکړه، بیا يې له ملت او اسلاميت سره ستره جفا ده.
په همدې مهال په افغانستان کې د حزب اسلامي په نوم د یوه ګوند مشر ګل بدين حکمتيار د تالبانو هغې پرېکړې ته چې د نجونو ښوونځي يې بدل کړي غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې تالبانو څه نا اشنا کار کړی.
هغه ويلي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړل له انسانيت او اسلاميت سره ستره جفا او اشتباه ده.
هغه زیاته کړې له هغې ورځې ډار لري چې د افغانستان نجونې او ښځې داسې فکر ونکړي د خپلو خلکو له لوري د‌ اسلام په نامه له انساني حقونو څخه محرومې کیږي، ولې د غرب له لوري د هغوی حقوقو دفاع کیږي.
ګل بدين پر داسې مهال دا غبرګون ښيي چې ټولې نړۍ د تالبانو پر دې پريکړه باندې سخت غبرګونونه ښودلي او امریکا په خپل وروستي دریځ کې له تالبانو سره دوحه کې خپلې خبرې وځنډولې او معطلې يې کړې.
نړیوالو سازمانونو له تالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو ښوونځيو خلاصون ته اجازه ورکړي او پر خپلو ژمنو باندې چې پر نړيوال سټېج يې ترسره کړې بايد ژمن پاتې شي.
تراوسه پورې تالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو یوازي يې د تعلیمي کال د پيل په ورځ له شپږم ټولګي څخه د نجونو لوړې ټولګۍ منعه کړې.
تالبانو په خپله اعلاميه کې ويلي چې دوی دا ښوونځي تر تر امر ثاني پوري نجونې له ښوونځيو منعه کړې او ژر به پر يوه طرحه کار وکړي چې د اسلامي حجاب په مرعت کولو سره به نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي
افغان نجونو په کابل او نورو ولايتونو کې لاريونونه وکړل او له تالبانو یې وغوښتل چې ښوونځيو ته يې پریږدي او د زده کړو کولو حق ورکړي

Comments are closed.