The news is by your side.

ايا تالبان د افغان نجونو څخه د رسمیت پېژندنې د وسیلې په توګه کار اخلي

خبريال ویب پاڼه/ اوه میاشتې وړاندې هم تالبانو وويل چې پر یوه جامع طرحه کار کوي چې نجونو ته له شپږم ټولګي لوړ د زده کړو زمينه برابره شي، خو اوه مياشتې وروسته کله چې له اوم ټولګي‌ لوړ خويندو درس پيل کړ تالبانو د دوی زده کړې منعه کړې.
تالبان لاهم ناکامه دي نړيوال مشروعيت يې نه دی ترلاسه کړی د همدې مشروعيت په لټه کې تالبان هر کار کولو ته چمتو دي ځکه چې دلته يې دروني ستونزې خورا زياتې دي.
تالبانو له وړاندې کله چې دوی له امریکا سره خبرو ته داخلیدل ادعا يې وکړه چې دوی به افغانستان کې ټولو بشري حقونو ته ژمن او نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوي.
د ښځو يوې فعالې سارا نبيل په خپلو څرګندونو کې وويل چې تالبان اوه مياشتې کيږي په افغان ملت او نړۍ لوبې کوي ځکه چې هيڅ يوه ژمنه یې عملي نه کړه.
هغې وويل تعليم د يو انسان لپاره حياتي مسله ده او نړيواله ټولنه بايد تالبان مجبور کړي چې نجونو ته افغانستان کې د زده کړې حق ورکړي هغه په دې باور ده چې تالبان له افغان نجونو د يوې الې په توګه کار اخلي ترڅو پر نړۍ فشار راوړي او په ومني چې مشروعیت ورکړي.
تالبانو ته به سخت زيانونه واوړي
د افغانستان واکمنان اوس تالبان دي او کوښښ کوي چې يو ښه دولت تمثیل کړي ولې چل نه ورځي د نجونو د زده کړو په بندښت دوی لومړی زیان دا ولیدی چې د امریکا سره مذاکرات يې له لاسه ورکړل.
ويل کېږي له امریکا سره د تالبانو خبرې خورا ګټورې وې په دې کې اقتصادي او ټولنيزې اړيکې او ګټې هم شاملي وې خو تالبانو دا جانسونه ټول له لاسه ورکړل اوس امریکا ورسره دوحه کې مذاکرات وځنډول او لغوه يې کړل د کتوونکو په باور چې دا پريکړه د تالبانو په زيان ده

Comments are closed.